Language

شمال کې د جنسي تېريو پېښې ٦٠ سلنه زياتې شوې دي

مزارشريف ( پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه، ٩٣ ) : د  شمال زون د بشر د حقوقو مسوولين او د مدني ټولنې غړي وايي، چې په شمال زون کې د جنسي تېريو پېښې د تېرکال په پرتله څه باندې ۶۰ سلنه زياتې شوې دي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ليندۍ په لومړۍ نېټه د شمال زون د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسون په دفتر کې د جنسي تېريو په غبرګون غونډه وشوه، چې د ښځو د حقوقو فعالينو او مدني ټولنو لسګونو غړيو په کې برخه اخيستې وه.

د شمال زون د بشر د حقوقو رييس سيدمحمد سامع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دولت بايد د جنسي تېري کوونکو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي.

نوموړي د تخار او پغمان وروستيو پېښو ته په اشارې سره وويل، چې دغه ډول پېښې د خلکو د ناپوهۍ تر منځ د دولت د نه پاملرنې له امله هم رامنځ ته کېږي.

د هغه په وينا، په شمال زون کې د رون کال په اوږدو کې له دوی سره پر ماشومانو او مېرمنو د جنسي تېري ۶ پېښې ثبت دي.

سامع وويل: ((په يادو ثبت کړای شويو پېښو کې يوه عقل نه منونکې پېښه داسې هم ده، چې پلار په خپلې لور جنسي تېری کړی و، چې محکمې ورته د اعدام حکم کړی خو وروستۍ فيصله يې لا پاتې ده.)

نوموړي زياته کړه، چې د سږنيو شويو پېښو پر بنسټ د ۱۳۹۲لمريز کال په پرتله باندې په شمال کې پر ماشومانو او مېرمنو د جنسي تېريو پېښې ۶۰ سلنه پورته شوې دي.

په بلخ ولايت کې د ښځو د حقوقو فعالې سايمه انوري پژواک ته وويل، چې دولت بايد د زورياتي او په ځانګړې توګه د جنسي تېريو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي.

نوموړې زياته کړه، چې د ښځو پر وړاندې زورزياتي او پر ماشومانو جنسي تېريو ورته رواني ستونزې پيدا کړې دي.

هغې وويل: ((تر دې بې باوره يم، چې خپله وړه خور د همداسې پېښو د وېرې له امله له کوره دباندې نشم پرېښودی، د کورنۍ له نږدې غړيو پرته يې پر وړاندې په هېچا باور نه شم کولی.))

د شمال زون د بشر د حقوقو رييس سامع وويل، چې د قانون د حاکميت نشتوالی، غريبي، بې زوزګاري، ناپوهي او ناامني د ورته پېښو جدي لاملونه دي.

نوموړي زياته کړه، چې دولت بايد د ورته پېښو د مخنيوي په موخه د مثبتو تبليغاتو تر څنګ د پېښو تر سره کوونکو ته د قانون له مخې سزا ورکړي.

Related Topics