ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له بګرامه خوشې شوي طالب قوماندانان د هلمند د جګړې رهبري کوي

له بګرامه خوشې شوي طالب قوماندانان د هلمند د جګړې رهبري کوي

author avatar
22 Nov 2014 - 15:19
له بګرامه خوشې شوي طالب قوماندانان د هلمند د جګړې رهبري کوي
author avatar
22 Nov 2014 - 15:19

لښکرګاه (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۳): د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چې له بګرامه خوشې شوي طالب قوماندانان د هلمند د جګړې رهبري کوي.

دغه څرګندونې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت د لېندۍ په لومړۍ نېټه په لښکرګاه کې خبريالانو ته وکړې.

هغه زياته کړه چې ملي ځواکونو پرون د مارجې ولسوالۍ په سيستاني سيمه کې د ګډو عملياتو پر مهال څلور وسله وال طالبان نيولي دي.

د نوموړي په وينا، دغه وسله وال طالبان تازه له بګرامه خوشې شوي او بيا يې په دغه ولايت کې پر جګړو لاس پورې کړى دى.

همت وايي چې په خوشې شوو کې د قريشي په نوم يو قوماندان هم شامل دى چې په دې سيمه کې يې د جګړې د قوماندان په توګه فعاليت ترسره کاوه.

د امنيه قوماندان په وينا، پرون دوه نور طالب قوماندان د دغه ولايت په شمالي سيمو کې نيول  شوي چې د دوى د معلوماتو له مخې، هغوى هم څه موده مخکې له بګرام زندانه خوشې شوي وو.

د هلمند امنيه قوماندان وايي چې همدا اوس د دغه ولايت په شمالي ولسواليو او په ځانګړې توګه په سنګين ولسوالۍ کې هغه طالب قوماندانان د جګړې مشري کوي چې له بګرام زندان څخه خوشې شوي دي.

ده زياته کړه چې دغه کسان د ياد ولايت د امنيت لپاره يې لويه ستونزه جوړه کړې او له مرکزي حکومته يې وغوښتل چې د دې ډول وسله والو له خوشې کولو دې ډډه وکړي.

دى وايي: ((دغه کسان چې ازاد شي نو تياره د جګړې روحيه ورسره وي ،کله چې خوشې شي بيا د جګړو ليکو ته ځي او د افغانستان له ملي ځواکونو سره جګړه کوي.))

د هغه په وينا، ډېر ژر به د پوليسو او ملي اردو له خوا د دغه ولايت په شمالي ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل شي، د طالبانو تر څنګ به هغه قاچاقبران هم په نښه کړي، چې د دغه ولايت امنيت يې خراب کړى دى.

د يادونې ده، چې له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې له بګرامه زرګونه بنديان خوشې شوي، که څه هم امريکايانو دغه بنديان خطرناک بللي وو او د هغوى له خوشې کولو سره يې مخالفت کړى و، خو ولسمشر حامد کرزي په ټينګار سره د دغو کسانو له خوشې کولو ننګه کوله.

په لښکرګاه کې د مدني ټولنې يو فعال احمد شاه ارين وايي، دولت دې هغه کسان ونيسي چې د يادو طالبانو د خوشې کولو ضمانت يې کړى و چې بيا به جګړه نه کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دولت بايد يادې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي، څو له يوې خوا د دغه ولايت امنيت ښه شي او له بلې خوا د ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه ټيټه شي.

د سياسي چارو شنونکی روح الله الهام هم وايي چې دغه کسان د جګړې له عقدې او مفکورې سره خوشې کېږي او چې بيا جګړې ته لاس واچوي، نو تر پخوا ډېر خطرناک وي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.