Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې ٦٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

جلال اباد (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٣): په ننګرهار کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې شاوخوا ٦٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي او ورسره په تړاو څلور کسان يو ځاى نيول شوي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمدشېرزاد د لېندۍ په لومړۍ نېټه په يوه خبري غونډه کې وويل چې دوى په دوو بېلو عملياتو کې ٦٣٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي دي.

د نوموړي په خبره، لومړى ٣٠٠ کيلوګرامه ترياک چې په ډېر مهارت د چاى په کارتنونو کې ځاى پر ځاى شوي وو، د درونټې د تلاشۍ په پوسته کې نيولي دي.

هغه وايي چې له دغو توکو سره په تړاو يې درې تنه هم نيولي دي.

هغه زياته کړه: ((له نيول شوو کسانو دا مهال پلټنې روانې دي او موږ هڅه کوو چې اصلي اشخاص يې په تعقيب ونيسو.))

د قوماندان په وينا، يادو اشخاصو غوښتل چې له ننګرهاره ياد نشه يي توکي کابل ته لېږدول کېدل چې دوى نيولي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان زياتوي چې تېره ورځ يې هم د درونټې د تلاشۍ پوستې اړوند سيمه کې يو مازدا موټر چې پياز په کې بار وو شاوخوا ٣٣٠ کيلو ګرامه ترياک په کې په ډېر مهارت سره ځاى پر ځاى شوي وو، نيولي دي.

د نوموړي په وينا چې له يادو ترياکو سره يې يو تن هم نيولى چې دا مهال ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.

ده زياته کړه: ((زموږ هڅه او کوښښ همدا دى چې اصلي عاملين ونيسو چې څوک او کومې کړۍ دا ډول فعاليتونه کوي تر څو مخه يې ونيسو او پلانونه يې شنډ کړو.))

د امنيه قوماندان په خبره چې ياد نشه يي توکي له کاپيسا ولايته ننګرهار ته د لېږدولو په حال کې وو چې دوى نيولي دي.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې هم سرحدي پوليسو لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي په يو کرولا موټر کې نيولي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.