ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د وسله والو شپږ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه

هرات کې د وسله والو شپږ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه

author avatar
23 Nov 2014 - 14:53
هرات کې د وسله والو شپږ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه
author avatar
23 Nov 2014 - 14:53

هرات –جلال اباد (پژواک ٢ لېندۍ ٩٣): په هرات کې شپږ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي، بلخوا په ننګرهار کې ٤٣ ميله وسلې نيول شوې دي.

د هرات سرپرست والي سيد فضل الله وحيدي د لېندۍ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په دغه ولايت کې د ملا جهان شاه په مشرۍ شپږ وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

وحيدي په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې له دغو کسانو وغوښتل چې بيا له وسله والو طالبانو سره يو ځاى نه شي او په سوله کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

د دغو وسله والو ډلمشر ملا شاه جهان وويل چې د پاکستان له لوري د جګړې لپاره هڅول کېدل او دغه هېواد يې ملاتړ کاوه.

هغه وويل چې له جګړې ستړي شوي نو ځکه د سولې له پروسې سر يو ځاى شول.

نوموړي تاييد کړه چې تر دې مخکې يې د هرات په کرخ ، اب کمر ولسواليو او د بادغيس په يو شمېر سيمو کې د نا امنيو په پېښو کې لاس درلود.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت د ملي امنيت رياست په يوه موټر کې يې ۴۳ ميله وسلې نيولې دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د لېندۍ په دويمه نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ يې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې په يوه موټر کې ۵ ميله کلاشينکوفونه او ۳۸ ميله کمري تومانچې نيولې دي .

دى وايي چې يادې وسلې په ډېر مهارت په موټر کې ځای پر ځای شوې وې او وسله والو ته وړل کېدې، چې د ملي امنيت ځواکونو له لوري ونيول شوې.

نوموړي زياته کړې چې د دغو وسلو په تور يې څوک نه دي نيولي خو د عاملينو د نيولو پلټنې روانې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.