ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافيکي پېښه کې يو تن مړ  او ٩ نور ټپيان شوي

ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او ٩ نور ټپيان شوي

author avatar
24 Nov 2014 - 10:29
ترافيکي پېښه کې يو تن مړ  او ٩ نور ټپيان شوي
author avatar
24 Nov 2014 - 10:29

جلال اباد (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ٩ نور ژوبل شوي دي.

د خوګياڼو ولسوال نعمت الله نورزي د لېندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د ولسوالۍ د کږې سيمې د سرې کلا په ساحه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې جلال اباد ښار ته روان يو سراچه مو‌ټر له مخامخ بل سراچه موټر سره جنګېدلى دى.

دى وايي چې په دې پېښه کې يو تن مړ شوى او د درېيو ښځو په ګډون ٩ نور ژوبل شوي دي چې د خوګياڼو روغتون ته لېږدول شوي دي.

ولسوال د دې پېښې لامل د چلوونکو بې احتياطي په ګوته کړه.

د خوګياڼو  د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې يو جسد او ٩ ټپيان ور وړل شوي دي.

دى وايي چې د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او تر لومړۍ درملنې وروسته يې جلال اباد ته ولېږل.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو له امله ګڼ شمېر هېواد وال مړه او ژوبل شوي دي.

تېره ورځ په باميانو کې څلور تنه مړه ٥ ټپيان شول، تر دې مخکې په کندهار ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، تېره اونۍ په ننګرهار کې د يوې کورنۍ اووه غړي او په پروان ولايت کې هم د دوو ترافيکو پېښو له امله تر لسو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ترافيکي پېښو ډېرى لامل د سړکونو او موټرو خرابوالى ، د چلوونکو بې احتياطي او سرعت په ګوته شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.