Language

مزار ښار کې يو ځانمرګی له دوو واسکټونو سره ونيول شو

مزارشريف (پژواک ٢ ليندۍ  ۹۳):د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې په مرکز مزارشريف ښار کې يې يو ځانمرګی بريدګر له دوو واسکټونو سره نيولى دى.

د بلخ امنيه قوماندن لوی پاسول عبدالرحمان رحيمي د ليندۍ په ۲مه، په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې له تېرو لسو ورځو راهيسې يې په مزارشريف ښار کې د ځانمرګي بريدګر د راننوتو په اړه معلومات تر لاسه کړي وو.

نوموړي زياته کړه، چې دغه ځانمرګی بريدګر نن د امنيتي ځواکونو د اپراتيفي معلوماتو پر بنسټ په مزاشريف ښار کې د بريد له دوه واسکټونو او نورو اړوندو چاودېدونکو توکو سره ونيول شول.

د هغه په وينا، له بريدګر څخه لومړنۍ څېړنې پيل شوي، چې د دويم واسکټ د شتون په اړه کره معلومات تر لاسه کړي.

امنيه قوماندان وويل، چې که دغه ځانمرګی موخې ته رسېدلې وای؛ ممکن په مزارشريف ښار کې د سترې امنيتې پېښې شاهدان وای.

همداراز لوی پاسوال رحيمي وويل، چې د روانې اونۍ په اوږدو کې يې د ۵۴ بوتله شرابو د قاچاق په تور دوه کسان نيولي دي.

نوموړي د موټر سايکلونو د غلا په تور هم د يو کس د نيولو يادونه وکړه، چې له  ډيرې مودې يې په مزار ښار کې د موټر سايکلونو په غلاوو کې لاس درلود.

همداراز امنيه قوماندان وويل، چې نن يې  ۱۷ ميله بېلا بېل ډوله وسله ډاياګ ته وسپارله.

نوموړي زياته کړه، چې دغه وسله د بلخ ولايت اړوند سيمې کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوې وه.

Related Topics