ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال: د دوو پاکستانيو جنرالانو په ګډون وسلوالو د شېرزادو د سقوط پلان درلود

ولسوال: د دوو پاکستانيو جنرالانو په ګډون وسلوالو د شېرزادو د سقوط پلان درلود

author avatar
24 Nov 2014 - 16:36
ولسوال: د دوو پاکستانيو جنرالانو په ګډون وسلوالو د شېرزادو د سقوط پلان درلود
author avatar
24 Nov 2014 - 16:36

جلال اباد (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار د شېرزادو ولسوال وايي چې د دوو پاکستاني پوځي افسرانو په ګډون سلګونه کورنيو او بهرنيو وسله والو د دې ولسوالۍ د سقوط پلان درلود.

معلوم معشوق د لېندۍ په ٣مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې وسله والو به بېلابېلو وختونو کې پر دې ولسوالۍ غلچکي بريدونه کول، خو د ملي ځواکونو له خوا به بېرته پر شا وتمبول شول.

دى وايي چې د دغو غلچکي بريدونو په ترڅ کې وسله والو ولسوالۍ ته د قومي مشرانو يوه جرګه راولېږله او ګواښ يې کړى و، که ورته تسليم نه شي، نو ټول دولتي ملکي او پوځي مامورين به ووژل شي.

ده زياته کړه: ((چې وسله والو مخالفينو راته ويلي وو، که چېرې په خپله خوښه ولسوالي پرېږدي نو دوى به ژوندي خوشي کړي او که چېرې يې ولسوالي پرې نه ښوده او که د جګړې په صورت کې ونيول شول نو بيا يې ژوندي نه پرېږدي.))

د ولسوال په وينا، يادو کسانو د وسله والو پيغام په درېيو مادو کې ورته وړاندې کړ، خو ده يې په ځواب کې هغوى ته د ولسمشر د سولې پيغام وړاندې کړ، چې له سولې له پروسې سره دې يوځاى شي او که چېرې له دوى سره يو ځاى نه شي نو هېڅکله به يې فعاليت ته اجازه ورنه کړي.

معلم معشوق وايي چې شېرزادو ولسوالۍ ته له ٢٥٠ پنجابي او چيچيني وسله والو سره  دوه پاکستاني پوځيان چې يو يې په رتبه تورن جنرال او بل يې بريد جنرال وو، راغلي وو او د دوى وروستى پلان د شېرزاد ولسوالۍ سقوط و.

د نوموړي په وينا، کله چې راغلې جرګه بېرته بېنوا لاړه نو وسله والو مخالفينو په ډېر قوي او غښتلي شکل پر ولسوالۍ بريد وکړ چې شاوخوا ٢٧ ورځې ياده ولسوالي د وسله والو مخالفينو له لوري کلابنده وه او دوى  ورسره جګړه کړې ده.

ولسوال زياته کړه: ((پر موږ يوه شپه څلور بجې بريد پيل شو چې د غرمې تر دوولسو يې دوام وکړ او ١٢ وسله وال په کې ووژل شول او ٣٦ نور ټپيان شول.))

دى وايي، د امنيتي ځواکونو له لوري له وسله والو سره ډېرې سختې نښتې وشوې چې په بېلابېلو سيمو کې امنيتي ځواکونه پر هغوى برلاسي وو او  ګڼ وسله وال يې ترې ووژل.

نوموړي وويل چې د ګندمک په سيمه کې د پاکستاني جنرالانو لپاره قرارګاه جوړه شوې وه، چې په درېيو برخو مورګه، خټه او شوه سيمو کې يې ورته د وسله والو پوستې ځاى پر ځاى کړې وې.

دى وايي کله چې عمليات پيلېدل له عملياتو يوه ورځ وړاندې ياد پاکستاني جنرالان تښتېدلي وو او وسله وال يې پر ځاى پرېيښي وو.

د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکى شکور پژواک اژانس ته وويل چې د شېرزادو ولسوالۍ ته له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې هېڅ ملکي وګړى نه پرېښودل کېده.

دى وايي چې وسله والو مخالفينو ټولو اوسېدونکو ته ګواښ کړى و، که چېرې ولسوالۍ ته لاړ شي نو د دوى دښمني يې پر خپل سر اخيستې ده او بيا به ترې ژوندى پاتې نه شي، نو له همدې امله څوک ولسوالۍ ته نه تلل.

د ده په خبره چې د شېرزادو ولسوالۍ ته تللى سړک هم وسله والو مخالفينو تړلى و چې له عملياتو وروسته پرانيستل شو.

دى وايي چې له يوې مياشتې زياته موده کېده چې د شېرزادو ولسوالي د وسله والو تر محاصرې لاندې وه او دوى هم نه شواى کولى چې په ازادانه ډول تګ راتګ وکړي.

هغه زياته کړه: ((يواځې ښوونځي خلاص وو، خو هغه هم زده کوونکي په ډېرې ويرې سره تلل راتلل.))

ياده دې ويو په دې وروستيو کې په ياده ولسوالۍ کې جګړه ييز او چاڼيز عمليات ترسره شول، چې د امنيتي ځواکونو له لوري لسګونو وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.