ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د ننګرهار خوګياڼو او شېرزادو کې مو وسله وال ځپلي

چارواکي: د ننګرهار خوګياڼو او شېرزادو کې مو وسله وال ځپلي

author avatar
24 Nov 2014 - 12:12
چارواکي: د ننګرهار خوګياڼو او شېرزادو کې مو وسله وال ځپلي
author avatar
24 Nov 2014 - 12:12

جلال اباد (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار د شېرزادو او خوګياڼو ولسواليو په عملياتو کې ٧٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ٣٢ وسله والو قوماندانو په ګډون يې ٣٣٩ شکمن کسان نيول شوي دي.

دغه څرګندونې د لېندۍ په ٣مه په دغه ولايت کې ګډو امنيتي ځواکونو د يوې خبري غونډې پر مهال  وکړې او خبريالانو ته يې په يادو ولسواليو کې د شاهين ٢٥ عملياتو په اړه معلومات ورکړل او بريالي يې وبلل.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان بريد جنرال دادان لونګ وويل چې د شاهين ٢٥ عمليات د لړم په ٢٥مه پيل کړو شپږ ورځې يې دوام وکړ.

د ده په خبره چې په يادو عملياتو کې د شېرزادو او خوګياڼو ولسوالۍ تر ټولو نا امنه او سختې سيمې د وسله والو له شتونه پاکې شوې او په بېلابېلو سيمو کې له وسله والو مخالفينو سره نښتې هم رامنځته شوې دي.

د هغه په وينا، د دغو عملياتو په پايله کې ٣٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٤٢ نور ټپيان دي.

جنرال لونګ وايي، دوى د شېرزادو په ولسوالۍ کې د هېروينو يوه فابريکه هم ويجاړه کړې  او تر  ٥٠ ميله ډېرې وسلې يې ترلاسه کړې دي.

ده زياته کړه: ((لس عرادې موټر او لس عرادې هغه موټرسايکلونه چې مخالفينو ترې استفاده کوله هغه مو هم نيولي او يو شمېر مو له منځه وړي دي.))

دى وايي چې په دواړو ولسواليو کې يې شاوخوا ٣٣٩ شکمن کسان نيولي وو چې تر دې مهاله يې ٣٢ د وسله والو مخالفينو قوماندانان ثابت شوي دي.

د لونګ په خبره چې له پاتې نورو کسانو هم پلټنې روانې دي.

د څلورمې پلې لېوا قوماندان وايي چې وسله والو مخالفينو په بېلابېلو سيمو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو چې له امله يې دوى ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو ٥٠ ماينونه يې شنډ او له منځه وړي دي.

دى وايي چې په عملياتو کې د ملي اردو درې سرتېري او د خوګياڼو ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال وژل شوي دي.

جنرال لونګ وويل چې يوولس تنه د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېري سطحي ټپيان شوي چې دا مهال يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال لطف الله زرياب د شېرزادو او خوګياڼو ولسوالۍ عمليات بريالي او له لاسته راوړنو ډک وبلل.

دى وايي چې په عملياتو کې د ملي اردو او  ملي پوليسو ټولو پوستو او قوماندانيو ته اکمالات وشول او هغه وسله وال چې د يادې ولسوالۍ د سقوط پلان يې درلود، يو شمېر ووژل شول او ځيني پاکستان ته وتښتېدل.

ده زياته کړه: ((زړورو امنيتي ځواکونو هغه وسله وال چې د پاکستان د پوځ له خوا تمويلېدل په شا وتمبول او سيمه يې ترې پاکه کړه.))

د شېرزادو ولسوال معلم معشوق له امنيتي ځواکونو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو ياده ولسوالي په ډېره مېړانه له وسله والو پاکه کړه.

دى وايي: ((زه د ولسونو په استازيتوب له ټولو امنيتي ځواکونو مننه کوم چې خلک يې له عذابه خلاص کړل.))

د خوګياڼو ولسوالۍ د کوز بهار اوسېدونکى سبحان الله پژواک اژانس ته وويل چې افغان ګډو امنيتي ځواکونو درې ورځې د دوى په سيمه کې تېرې کړي دي.

دى وايي چې د دوى په سيمه کې هم له وسله والو سره ځاى ځاى نښتې رامنځته شوې چې له امله يې يو شمېر وسله وال وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره چې په ياده ولسوالۍ کې ملي اردو ځواکونو له توپچي هم کار اخيستى او د وسله والو مخالفينو يو پټنځاى يې پرې ويجاړ کړى دى.

دى وايي چې اوس په سيمه کې امنيتي حالت د پخوا په پرتله ښه شوى دى.

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې د ننګرهار د شېزادو ولسوالي له ګڼو امنيتي ننګونو سره مخ وه چې له امله يې شاوخوا ٢٧ ورځې د وسله والو له لوري محاصره شوې وه.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.