Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شېرزادو کې د هيروئينو ٩ فابريکې له منځه يوړل شوې

جلال اباد ( پژواک، ٤ ليندۍ ٩٣ ) چارواکي وايي چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د هېروئينو نهه فابريکې له منځه وړې دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د د ليندۍ  په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه ناوخته  افغان او بهرنيو ځانګړو ځواکونو ترسره کړې دي.

هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې قطعې ، دملي دفاع وزارت کومانډو او د ايساف ځواکونو برخه اخيستې وه.

دى وايي چې ددې عملياتو په ترڅ کې د هيروئينو نهه فابريکې او په زياته کچه نشه يي توکي له منځه وړل شوي دي.

د مشرقيوال په وينا، په له منځه وړل شويو توکو کې ١٠٠ بيلره مورفين ،١٠٠٠ کيلو ګرامه امونيم کلورايډ او ٨٠٠ ګيلنه تېزاب چې د هيروئينو په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کېږي شامل دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې تېره ورځ ناوخته د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې ددې ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې بريد کړى دى.

مشرقيوال زياتوي چې په دې بريد کې دوه تنه پاکستاني وسله وال  چې د فضل الله ډلې غړيتوب يې درلود وژل شوي دي.

بله خوا وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.