Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز ښار (پژواک ۵ ليندۍ ۹۳): د کندوز چارواکي وايي، د شېرخان بندر د تصدۍ ۱۲ کارکوونکي ‌‌وسله والو طالبانو تښتولي دي.

د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شېرخان بندر د تصدۍ کارکوونکي په کاسټر موټر کې سپاره وو، چې مازيګر مهال د لارې په اوږدو کې د ابدان په دښته کې وسله والو ‌طالبانو يې موټر درولی او کارکوونکي يې له ځان سره وړي دي.

ده زياته کړه، په موټر کې ۱۲ تنه سپاره وو او غوښتل يې چې کندوز ښار ته خپلو کورونو ته ستانه شي، خو ‌طالبانو هغوی دشت ارچي ولسوالۍ ته له ځان وړي دي.

د هغه په وينا، يادو کارکوونکو امنيتي ځواکونه په جريان کې نه وو اچولي او تراوسه پورې (د ماخوستن نهه بجې) يې برخليک معلوم نه دی.

هغه وايي، امنيتي ځواکونو د هغوی د خلاصون په موخه هڅې پيل کړې دي.

خو د شېرخان بندې د تصدۍ يوه کارکوونکي د نوم نه ښودو په شر‌ط پژواک ته وويل، چې په موټر کې د دې تصدۍ کابو ۲۶ کارکوونکي سپاره وو او ‌طالبانو تښتولي دي.

د دې تښتونې مسووليت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخيستی.

شېرخان بندر د شمال ختيځ زون په کچه له مهمو بندرونو شمېرل کېږي، چې د همدې بندر او کندوز ښار پورې لاره کې تردې مخکې هم د ناامنيو پېښې رامنځ ته شوې دي.

تېر کال د شېرخان بندر د ګمرک يو کارکوونکی هم وسله والو تښتولی و، خو د امنيتي ځواکونو په هڅو راخلاص شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.