Language

د کم عمره نجونو د ودولو پر ضد کمپاين پيل شو

کندهار (پژواک،۵ ليندۍ  ٩٣): په کندهار ولايت کې په کم عمر کې د نجونو د ودولو پر ضد او د هغوى د پوهنې د ودې په موخه ١٦ ورځنى کمپاين پيل شو.

په دې اړه د ليندۍ په پنځمه د کندهار ښار د عصري زده کړو په انسټيټيوټ کې د UNHCR او د ماشومانو د ملاتړ ادارې په مرسته جوړ شوى و، چې په کې د يادو ادارو تر څنګ د بشر حقونو د ادارې استازو او شاوخوا ٦٠٠ تنو نجونو او مېرمنو برخه اخيستې وه.

د کندهار د عصري زده کړو د انسټيټيوټ مشر احسان الله احسان پژواک خبري اژانس ته وويل، په کم عمر کې د نجونو ودول نه يواڅې ټولنيزې ستونزې له ځان سره لري، بلکې غير شرعي دود هم دى.

هغه زياته کړه، هغه نجونې چې په کم عمر کې واده کېږي، له يوې خوا له زده کړو بې برخې کېږي او له بلې خوا ورباندې په داسې حال کې د ژوند بار پر اوږو اچول کېږي، چې هغوى يې توان نه لري.

د ده په خبره، دغه دود د نجونو پر ټولنيز ژوند او روغتيا ناوړه اغېز کوي، ځکه يوه کم عمره نجلۍ چې خپل شخصي ژوند نه شي سمبالولاى، هغه به په دې عمر کې د بشپړې کورنۍ بوج او د اولاد د روزنې ته څنګه ځان ونيسي.

نوموړي خواشيني وښودله چې لا هم په ښارونو، کليو او بانډو کې نجونې په ډېر کم عمر ودېږي، چې د مخنيوي لپاره يې هلې ځلې په کار دي.

دى وايي، په همدې موخه يې د کم عمره نجونو د ودولو پر ضد او د هغوى د پوهنې د ودې په موخه ١٦ ورځنى کمپاين پيل کړی، چې په لړ کې به يې په ښوونځيو او نورو ځايونو کې د غونډو، پروګرامونو او رسنيو له لارې عامه پوهاوى زيات کړي.

پر همدې مهال احسان اعلان وکړ، چې کاناډا هېواد له دغه انسټيټيوټ سره د ٥٠زره ډالرو مرسته هم کړې، چې د ښځينه زده کوونکو د پوهې د کچې د لوړېدو لپاره به ولګول شي.

په غونډه کې د بشر حقونو د خپلواکې ادارې د ماشومانو د څانګې مشر شمس الدين تنوير هم وويل، د دې پر ځاى چې نجونې په کم کې واده شي، په کار ده په دې عمر کې يې د زده کړو غم يې وخوړل شي او هغه د دې جوګه شي، چې تر واده کېدو وروسته د خپلو اولادونو سالمه روزنه وکړي.

هغه يادونه وکړه، چې په کم عمر کې د نجونو ودول نه يواڅې له هغوى سره ظلم او له د هغې له خوښې سرغړونه ده، بلکې ډېر مهال د کورنۍ د بدمرغۍ سبب هم کېږي.

په کندهار کې داسې مهال په کم عمر کې د نجونو د ودولو پر ضد او د هغوى د پوهنې د ودې په موخه کمپاين پيلېږي، چې تېره ورځ (د ليندۍ څلورمه) په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په توګه ولمانځل شوه.

د دې ورځې د لمانځلو پر مهال د کندهار ښار د ښځو چارو رياست چارواکو وويل، چې په تېر کال کې يې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٩٣ پېښې ثبت کړي، خو سږ کال تر دې هم زياتې شوي چې د ګڼو نورو تر څنګ يې عمده برخه په کم عمر کې د نجونو ودول تشکيلوي.

 

Related Topics