Language

چارواکي : هلمند کې ٢٧وسله وال طالبان وژل شوي

لښکرګاه( پژواک  ۵ لېندۍ ۹۳) : چارواکي وايي، چې په هلمند ولايت کې ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي او په تخار ولايت کې ځايي اوسېدونکو دوه وسله وال طالبان نيولي دي.

په هلمند ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه طالبانو په نوزاد ولسوالۍ کې د ملي اردو د دويم کنډک پر امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې په ځوابي  بريد کې ۲۶ وسله وال  وژل شوي دي.

د ځاځي په وينا،د وژل شوو طالبانو مړي او وسلې د دوى لاسته ورغلي او د ملي اردو سرتېرو ته  مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحمن  په لښکرګاه ښار کې پژواک ته تاييده کړه چې تېره شپه يې په ولسوالۍ کې جګړه شوې، خو د مرګ ژوبلې په تړاو يې معلومات نه لري.

بله خوا د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار فريد احمد عبيد پژواک ته  وويل تېره  شپه دګرشک ولسوالۍ د شندک مانده سيمه کې پر ماين خښوونکو چاودنه شوې ده.

هغه وويل چې په دې چاودنه   يو طالب وژل شوى او بل ټپى دى.

د يوه بل خبر له مخې، د تخار ولايت  چارواکي وايي، د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکو دوه بريدګر چې د وزلوبې په  مراسمو کې يې د چاودنې نيت درلود، نيولي دي.

د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تېمور پژواک اژانس ته وويل چې له دغو بريدګرو څخه يوه اندازه چاودېدونکي توکي او ريموټ کنټرولونه هم نيول شوي دي.

نوموړی زياتوي: ((تېر ماښام د بهارک اوسېدونکي په دوه کسانو شکمن شوي، کله چې غوښتل يې ويې نيسي تښتېدلي، خلک ورپسې شوي او نيولي يې دي. ترهګرو خلکو ته اعتراف کړی چې غوښتل يې د  وزلوبې په مراسمو کې چاودنه وکړي.))

تېمور وايي ، د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو دغه بريدګر  پوليسو ته سپارلي، چې په وينايې  د موضوع په اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.

د تالقانو اوسېدونکي هم د امنيت د ساتلو په برخه کې د بهارک د اوسېدونکو دغه اقدام ستايي او له نورو خلکو غواړي چې د خپلو سيمو په امنيت کې برخه واخلي.

د تالقانو اوسېدونکي فريدون پژواک خبري اژانس ته وويل: ((که د سيمې اوسېدونکي له امنيتي ځواکونو سره مرسته ونه کړي، هغوی نه شي کولی امنيت ونيسي.))

په همدې مهال بيا د بهارک ولسوال وايي ، چې د سيمې اوسېدونکو د دغو بريدګرو په نيولو سره، د يوې غمېزې مخه ونيوله.

ددې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي طاهر بېک پژواک ته وويل ، دوی هڅه کوي چې امنيتي ځواکونو سره د خلکو اړيکې پراخې کړي، چې د پېښو مخنيوی وشي.

دا په تخار کې لومړی ځل دی چې د وسله والو له لوري د لوبې په ځايونو کې د بريد تکل کېږي؛ خو درې ورځې مخکې په پکتيکا ولايت کې د مخالفينو له لوري د واليبال په لوبغالي کې  بريد  له سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics