ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند پر ۲۱۵ میوند قول اردو هم ډله ییز برید شوی

author avatar
27 Nov 2014 - 22:31
author avatar
27 Nov 2014 - 22:31

لښکرګاه ( پژواک، ۶ لیندۍ ۹۳ ) : د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۱۵ میوند قول اردو پر مرکز هم ډله ییز برید شوی دی.

د ۲۱۵ قول اردو مرستیال جنرال غلام فاروق پرواني د لیندۍ په ۶ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا برید نن ماخوستن ناوخته څو تنو وسلوالو کړی و.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه په دې برید کې څلور بریدګر وژل شوي او برید یې په شا تمپول شوی دی.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې وسلوال طالبانو پر قول اردو ډله ییز برید کی او هڅه کوي چې دننه ننوځي.

وسلوالو طالبانو ددې برید مسوولیت اخیستی، طالب ویاند قاریي یوسف احمدي وایي چې یوه ډله ځانمرګي بریدګر د شوراب پوځي اډې ته ننوتلي او یو شمیر الوتکې او ټانکونه یې له منځه وړي دي.

 

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.