پل علم-غزني (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٣): په لوګر ولايت کې د يوه قومي مشر د ترور په تور څلور زده کوونکي نيول شوي او په غزني ولايت کې د يوه محصل مړى موندل شوى دى.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد زده کوونکي يې تېره ورځ ناوخته له وسلو سره نيولي دي.
اسحاقزي وويل، ياد څلور تورن کسان د مرکز پل علم د حصارک لېسي زده کوونکي دي چې تېره اوونۍ يې د خپل کلي قومي مشر حاجي علي محمد وژلى و.
امنيه قوماندان وويل: ((تورن زده کوونکي د وسله والو په ليکو کې وو، دوى قومي مشران د دې لپاره وژل چې سيمه نا امنه کړي، کډوډي او اندېښنې را وپاوړي.))
دى وايي، له دغو کسانو دوه ميله وسلې، شپږ ماينونه او يو اندازه چاودېدونکي توکي نيول شوي او د جرم له اعتراف سره سره له دوى نور څېړنې هم روانې دي.
د لوګر ولايت د پوهني رياست وياند شاپور عرب مني چې پوليسو د دوى څلور زده کونکي نيولي دي.
د پوهنې رييس وايي چې دغه کسان د حصارک لېسې د لسم، يوولسم او دوولسم ټولګيو زده کوونکي دي چې يو يې په ښوونځي او درې نور په خپلو کورونو کې نيول شوي دي.
هغه وايي، په دې اړه معلومات نه لري چې زده کوونکي له وسله والو سره اړيکې لري که نه.
د يو بل خبر له مخې په غزني ولايت د ماين چاودنې يو کس وژلى او پوليسو د يوه محصل مړى موندلى دى.
د دغه ولايت د ده يک ولسوال کريم الله ټولواک وايي، نن سهار د ده يک په کلي کې پر ريکشا ماين چاودنه شوې چې يو ملکي کس په کې وژل شوى او بل ټپي دى.
ټولواک زياته کړه چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.
د غزني د ملکي روغتون نوکريوال ډاکتر نورالله پژواک ته وويل چې ټپي کس دوى ته ور وړل شوى او روغتيايي حالت يې ښه دى.
بلخوا د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله سلطاني وايي چې نن سهار پوليسو په غزني ښار کې د غزني پوهنتون د يوه محصل مړى موندلى دى.
هغه وايي چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت وايي چې پوليسو يو مړى ور وړى چې د چاقو په وسيله وژل شوى دى.