Language

په کندهار کې د هېواد په کچه د لندې مېوې لوى مارکېټ پرانيستل شو

کندهار (پژواک ۶ ليندۍ ۹۳): په کندهار کې د هېواد په کچه د تازه مېوې تر ټولو لوى مارکېټ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.

د مارکېټ د پرانيستنې په مراسمو کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي، د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو مرستيالانو، د پاکستان، هندوستان او ايران کونسلانو، د هېواد د بېلابېلو ولايتونو سوداګرو، د کندهار قومي مخورو او سلګونو نورو ګډون کړى و.

د لوى کندهار په نوم د لندې مېوې دغه مارکېټ د مومند ګروپ له خوا د کندهار ښار ختيځ لوري ته د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره د ښوراندام په سيمه کې پر ٥٠ جريبه ځمکه ودان شوى دى.

د تازه مېوې دغه مارکېټ د هېواد په کچه تر ټولو لوى او مجهز مارکېټ دى، چې هم به په کې د مېوې د پېر او پلور چارې تر سره کېږي او هم به له دې ځايه نورې نړۍ ته صادرېږي.

د مارکېټ د پرانيستلو پر مهال د مومند ګروپ مشر حاجي يونس مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه لوى مارکېټ کې له نړيوال معيار سره سم ٧٥٠ دوکانونه جوړ شوي، چې هر دوکان ٤ په ١٢ متره کې پراخوالى، يو پخلنځى، يو تشناب او د دوکان مخ ته ٦ متره پلې لاره (پياده رو) لري.

هغه زياته کړه، په مارکېټ کې دننه د سوداګرو او دوکاندارانو تر منځ د اړيکو ساتلو لپاره انټرنل ټېلېفون سيسټم او د سولر برېښنا اسانتيا هم برابره شوې ده.

ده دغه راز زياته کړه، د هرو شلو دوکانونو لپاره د ١٤زره لېټره په ظرفيت د اوبو يوه- يوه زېرمه، ١٥٠ نور تشنابونه، جومات، پاخه سړکونه، سړه خونه، د بسته بندۍ فابريکه، د مېوې او سبزيجاتو د ليلام لپاره په ٣ جریبه ځمکه کې د يوه لوى سايوان په لرلو پراخ ځاى او نور هم جوړ شوي دي.

نوموړي وويل، پر يادو شووو ټولو اسانتياوو برسېره د دغه لوى مارکېټ سره په خوا کې ښوونځى، ديني مدرسه، روغتيايي مرکز، بانکونه او پنځه پوړه لرونکي دوه لوى هوټلونه هم رغول شوي دي.

ده زياته کړه، پر دغه لويه پروژه د مومند ګروپ له خوا ١٥ ميليونه ډالره لګښت راغلى، چې د رغونې چارې يې د ١٣٩۲ لمريز کال د غبرګولي په مياشت کې پيل شوې وې او د ١٣٩٣ لمريز کال د تلې په مياشت کې پاى ته ورسېدې.

د هغه په خبره، مومند ګروپ په داسې حساسو شرايطو کې دومره لويه پانګونه کړې، چې ډېرى سوداګر خپلې سرمايې له هېواده باسي.

نوموړي دغه مارکېټ د هېواد په کچه تر ټولوى لوى د مېوې مارکېټ ياد کړ، چې له دې ځايه به په معياري توګه مېوې او نور سبزيجات نورې نړۍ ته صادرېږي.

د دې مارکېټ په اړه د کندهار ښاروال محمد عمر عمر وويل، چې د دغه مارکېټ په جوړولو کې د ښاروالۍ او ښاري پراختيا وزارت ټول معيارونه په پام کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، د کندهار د مېوو د صادراتو په برخه کې لويه ستونزه د پيکنګ، بازار موندنې او په ډېره پخوانۍ بڼه سوداګري ده، چې اوس به د نړۍ پر معيار برابره شي.

دى وايي، د دغه لوى مارکېټ په جوړېدو سره به په سوېل کې نه يواځې کرنه او باغداري، بلکې د لندې مېوې سوداګري هم وده وکړي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم په دې ولايت کې د مومند ګروپ دغه نوښت وستايه او هيله يې وښودله، چې دغه مارکېټ به په هېواد کې د لندې مېوې د سوداګرۍ او د باغ لرونکو او بزګرو په اقتصادي وده کې مهم رول ولري.

هغه صنعت، تجارت او زراعت د يوه هېواد د اقتصادي ودې مهم بنسټونه وګڼل او ويې ويل، چې دغه درې واړه بايد په يوه وخت مساوي پرمختګ وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((افغانستان او په ځانګړې توګه کندهار ډېرې ښې مېوې لري، خو اوس په ډېر بدحالت کې نورې نړۍ ته صادرېږي، د نوي مارکېټ په جوړېدو سره به د کندهار او ټول هېواد مېوې په معياري توګه پيک او بسته بندي کېږي او بيا به نورې نړۍ ته صادرېږي.))

د هېواد د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي وويل، چې کندهار د هېواد د سوداګرۍ په تاريخ کې مهم ځاى لري او دغه ولايت د شمال د ورېښمو د لارې تر څنګ د تجارت لومړنۍ مرکز و.

نوموړي هم له مومند ګروپ څخه مننه وکړه، چې په دومره حساس وخت کې يې د هېواد په يوه ډېر مهم ولايت کې دومره ستره پانګونه کړې ده.

هغه ډاډ ورکړ چې دا مارکېټ به د ټولې نړۍ لپاره د مېوې پېر او پلور ادرس وي، له دې ځايه به نه يواځې د کراچۍ له بندر، بلکې له چابهار بندر او له ترکمنستان هېواد سره د زمردو او ورېښمو له لارې، چې اوس ورباندې خبرې روانې دي، تجارت کېږي.

ده وويل، په دې توګه به د کندهار انګور، انار او نورې مېوې نه يواځې د خليج، بلکې د اروپا په مارکېټونو کې هم ښه وځلېږي.

په کندهار کې د لندې مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر ياقوت شاه اغا د دغه لوى مارکېټ په جوړېدو خوښي وښودله، خو د سوداګرۍ او کرنۍ پر وزارتونو يې نيوکه وکړه، چې نه يې له باغ لرونکو او نه يې د مېوو له سوداګرو سره مرسته کړې ده.

هغه غوښتنه وکړه چې خصوصي سکتور د مېوې د پېر او پلور لپاره دومره لوى مارکېټ جوړ کړ، خو اړوند وزارتونه دې په بهر کې د مېوې لپاره مارکېټ پيد اکړي.

غونډې ته د کرنې او سوداګرو وزارتونو معينانو، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو، يو شمېر سوداګرو او قومي مشرانو هم ويناوې وکړې او دغه مارکېټ يې د اقتصادي ودې په لاره کې يو لوى ګام وباله.

Related Topics