دويم تعقيب – جلال اباد (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکي وايي چې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې چاودنه شوې چې له امله يې شاوخوا ٣٦ کسان ټپيان شوي دي.
د خوګياڼو ولسوال نعمت الله نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن غرمه مهال په يوه بجه او ١٥ دقيقې په داسې حال کې شوې چې د سيمې ګڼ شمېر خلک د جمعې د لمانځه ادا کولو لپاره د کږې بازار په جومات کې راټول شوي وو.
نورزى وايي چې چاودېدونکي توکي د جومات په محراب کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د خوګياڼو د روغتون مشر ډاکتر نوراغا پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ٣٦ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
نوراغا زياته کړه چې د جومات د امام په ګډون د څلورو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن