Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند ښوراب پوځي اډه کې لا هم جګړه روانه ده

author avatar
28 Nov 2014 - 11:38
author avatar
28 Nov 2014 - 11:38

لښکرګاه (پژواک، ۷ لېندۍ ۹۳): په هلمند کې د ښوراب پوځي اډه چې په دې وروستيو کې د بهرنيانو له خوا افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شوه، تېره شپه پرې طالبانو ډله ييز بريد کړى چې لا هم د دواړو لورو تر منځ جګړه دوام لري.

که څه هم د ۲۱۵ قول اردو مسوولينو وويل چې طالبانو له اډې بهر د دوى پر پوځي پوستو بريد کړى او تر لنډې جګړې وروسته طالبان له جګړې پر شا شوي خو ولايتي مسوولين وايي چې لا هم د اډې په يوه څنډه کې جګړه روانه ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، تر دې مهاله شپږ بريدکوونکي وژل شوي او د ملي اردو درې سرتېري ټپيان دي.

د ځواک په خبره چې په جګړه کې د پوځي اډې يو جنراتور سوځېدلى او جګړه د کابو کېدو په حال کې ده.

ځواک وايي، وسله والو له دوو لورو پر يادې پوځي اډې بريد کړى دى.

دى زياتوي چې جګړه هغه مهال پيل شوه چې يوه بريدکوونکي پر ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړه او درې نور د ښوراب اډې ته ننوتل او په عين حال کې يو شمېر نور بريدکوونکي له بل لوري دغې پوځي اډې ته ننوتل.

په سيمه کې پوځي چارواکي د جزئياتو له ورکولو ډډه کوي، خو د قول اردو يوه مرستيال سکرتر پژواک ته وويل چې لا هم د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ښوراب اډه د هلمند د نادعلي او واشير ولسواليو تر منځ د کندهار- هرات لويې لارې ته څېرمه پرته ده.

طالبانو پر دغه مرکز د بريد مسووليت منلى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر طالبان برخه لري چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

احمدي ادعا کوي چې کورنيو او بهرنيو امنيتي سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې او د الوتکو په ګډون ګڼ شمېر پوځي وسايط يې له منځه وړي دي.

د يادولو ده، شاوخوا دوه کاله مخکې هم وسله وال طالبانو پر دې پوځي اډې ډله ييز بريد کړى و. هغه مهال په دغه پوځي مرکز کې بهرني ځواکونه مېشت وو.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.