ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ځانمرګى بريد د عامه نظم څلور پوليس وژلي

هلمند کې ځانمرګى بريد د عامه نظم څلور پوليس وژلي

author avatar
28 Nov 2014 - 15:57
هلمند کې ځانمرګى بريد د عامه نظم څلور پوليس وژلي
author avatar
28 Nov 2014 - 15:57

لښکرګاه (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): د هلمند چارواکي وايي چې يوه ځانمرګي د نوزاد ولسوالۍ د عامه نظم پوليسو د پوستې مخې ته له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې په دغه ځانمرګي بريد کې د عامه نظم څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ځواک وايې چې بريد نن له غرمې وړاندې د نوزاد ولسوالۍ په انځرشالي سيمه کې شوى دى.

دى وايي چې ځانمرګي له چاودونکو توکو ډک مازدا موټر ته د پوليسو د پوستې مخې ته چاودنه ورکړې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، دا پوسته تردې وړاندې د بهرنيو ځواکونو په واک کې وه خو په دې وروستيو کې د عامه نظم پوليسو ته سپارل شوې وه.

د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چې بريد د کرولا موټر په وسيله شوى او له امله يې د پوستې د قوماندان فرهاد محمدي په ګډون   ۲۰ کسان وژل شوي او وسايط يې ويجاړ کړي دي، خو چارواکي دا ادعا ردوي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.