ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شېرزادو  لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

د شېرزادو لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

author avatar
29 Nov 2014 - 13:07
د شېرزادو  لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو
author avatar
29 Nov 2014 - 13:07

جلال اباد ( پژواک، ٨ لېندۍ ٩٣ ) : د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ددې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال وژل شوى دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د لېندۍ په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا دغه ګډ عمليات تېره شپه د يادې ولسوالۍ  په بېلا بېلو سيمو کې پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې چې اوس هم ادامه لري، يو شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مشرقيوال وايي چې په وژل شويو مخالفينو کې د شېرزادو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال هم شامل دى.

د خان محمد په نامه د يادې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په سيمه کې سخته جګړه روانه  ده او تېره شپه بمباري هم شوې ده.

خو نوموړي په دې جګړه کې دواړو لوريو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

وسله وال طالبان هم ددې جګړې پخلى کوي، د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې جګړه کې يواځې يو طالب وژل شوى او درې نور  ټپيان  دي.

نوموړي د شېرزادو په جګړه کې د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا وکړه.

د يادونې  ده چې تېره اونۍ د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکو د شېرزادو او خوګياڼو ولسواليو کې د برياليو عملياتو ترسره کولو او له وسله والو څخه د پاکولو خبر ورکړى و.

د شېرزادو ولسوال په يوه مرکه کې پژواک ته ويلي وو‌، چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د سقوط پلان درلود، چې د امنيتي ځواکونو له خوا شنډ شو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.