کندهار ، خوست ( پژواک، ٨ لېندۍ ٩٣ ) : چارواکي وايي د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليسو په عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون ١٥ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو د شاوليکوټ ولسوالۍ په کوندلانو، خيرتوت، ګونبدې، او زنګيتان سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه، ملي او سيمه ييزو پوليسو په ګډه د دغو بريدونو پر وړاندې عمليات پيل کړل، چې تر دې مهاله په کې د يوه قوماندان په ګډون ١٥ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په جګړه کې يو سيمه ييز پوليس هم وژل شوى او عمليات نن هم دوام لري.
په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو له قوماندانۍ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې هم راغلي ، چې د شاوليکوټ ولسوالۍ په عملياتو کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولسوالۍ په کوندلانو سيمه کې د ملا سيف الدين د ډلې ٩ تنه او د ملا روزي خان د ډلې ٢ تنه وژل شوي او دغه راز د ملا عبدالله د ډلې ٢ تنه ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، د ملي اردو ځواکونو په ميوند او پنجوايي ولسواليو هم عمليات کړي چې په پايله کې يې د ميوند په ده ميوند سيمه کې ٢ وسله وال وژل شوي او ٢ ټپيان دي او دغه راز په پنجوايي کې ٣ وسله وال وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي.
خو د يادو شوو پېښو په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
بله خوا د ميوند ولسوالۍ د کنډوالو په سيمه کې د يوې درې کلنې نجلۍ مړى موندل شوى دى.
په دې اړه يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کم عمره نجلۍ د يوه پوليس له خوا وژل شوې ، چې غوښتل يې پر هغې جنسي تېرى وکړي، خو دا چې هغې ژړل، نو د کليوالو د خبرېدو له وېرې يې وژلې ده.
خو د کندهار د والي وياند صميم خپلواک دا نه مني چې ګواکې نجلۍ دې پوليسو وژلې وي، دى وايي د ميوند ولسوالۍ په کنډوالو سيمه کې د يوې درې کلنې نجلۍ مړى موندل شوى او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د يوه بل خبر له مخې، په خوست ولايت کې يو تن د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
د خوست د والي وياند مبارز احمدځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، دغه شپاړلس کلن هلک، چې غوښتل يې د سړک پرغاړه ماين ځای پرځای کړي، د خپل ماين ښکار او وژل شوی دی.
نوموړي زياته کړه، دغه پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د خوست مرکز ختيځ ته د منګسو سيمې د ديني مدرسې ترڅنګ د تېر شوي خوړ په منځ کې شوې ده.
ځدراڼ وايي ، د وژل شوي ځوان جسد د خوست ولايتي ملکي روغتون ته لېږدول شوی او د پېښې په اړه پوليسو څېړنې پيل کړې دي.
د دې ولايت يوې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، هم پژواک اژانس ته د يادې پېښې پخلی وکړ، خو په دې اړه يې د نورو جزيياتو له ورکولو ډډه وکړه.