غزني (پژواک ٨ لېندۍ ۹۳ ): د غزني سرپرست والي ادعا کوي، چې په دې ولايت کې د سي، سي،اى په نامه موسسې له پرمختيايي پروژو درې ميليونه ډالر پټ کړي دي.
د Community Cohesion Initiative يا CCI په نامه دغه موسسه د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې ( يو اېس اې اى ډي USAID) څخه فنډ اخلي او بيا په ولايتونو کې پروژې تطبيقوي.
دغه موسسه په شاوخوا نهو ولايتونو کې خلکو ته د بېلا بېلو موضوعاتو په برخه کې دعامه پوهاوي او د ولسي شوراګانو د جوړولو په برخه کې فعاليتونه کوي.
د غزني والي موسى خان اکبر زاده له پژواک خبري اژانس سره په مرکه وويل، ياده موسسه د کار جواز نه لري او د مقر، ګيلان او قره باغ په ولسواليو کې د پرمختيايي پروژو په پلمه نړيوالې مرستې راټولوي.
سرپرست والي وايي: ((زموږ معلومات ښيي چې دوى په درېيو ولسواليو کې د پرمختيايي کارونو لپاره نړيوالې مرستې راټولوي ، خو تراوسه يې هېڅ نه دي کړي، درې ميليونه ډالر يې پټي کړي ، بايد محاکمه شي.))
ده وويل ، دغه موسسه له کابو يو نيم کال راهيسې په يادو درېيو ولسواليو کې د کورسونو جوړولو، د دولت او خلکو ترمنځ د اړيکو پر ټينګولو او بيارغونې برخو کې د کار په پلمه بوخته ده .
نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو يې د کارونو په تړاو نه دي پوښتلي وويل: ((ما ورڅخه د جواز غوښتنه وکړه خو دوى رانه وړ ، د کار په تړاو مو څېړنې وکړې تراوسه يې لس سلنه کار نه دى کړى.))
د سرپرست والي په وينا، دوى له نړيوالو څخه د ښوونځي د جوړولو ، کورسونو او ورزشي لوبو د ترسره کولوپه پلمه پيسې راټولې او بيا يې نه مصرفوي.
اکبرزاده زياته کړه : (( دې موسسې ادعا کړې چې په يادو ولسواليو کې يې د نجارۍ، خياطۍ او سواد زده کړې کورسونه جوړ کړي ؛ خو زموږ څېړنې ښيي چې هېڅ يې هم نه دي کړي.))
د غزني والي وايي چې په دې اړه يې يوه کمېسيون ته دنده سپارلې، څو د يادې موسسې کارونه و ارزوي، که چېرې پړه ثابت شوه، نو بيا به يې محکمې ته راجع کړي.
د هغه په وينا، په مرکز کې يې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ته په دې اړه شکايت کړى دى.
د غزني ولايت د اقتصاد رياست چې د موسسو کارونه ورپورې اړوند دي، هم وايي چې د يادې موسسې په نامه ورسره کومه موسسه ثبت نه ده.
د اقتصاد رييس سيد لطف الله پژواک اژانس سره د يوې مرکې په ترڅ کې د والي اکبرزاده څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل چې له دوى سره د (سي سي اى) په نامه کومه موسسه ثبت نه ده او ياده موسسه په خپلسر کارونه ترسره کوي.
د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالاحد پژواک ته وويل، چې په ياده ولسوالۍ کې د سي سي اى په نامه کومې موسسې کار نه دى کړى او نه يې هم په تړاو معلومات لري.
نوموړي وايي: (( موږ خو والله که يوه موسسه هم ليدلې وي، هلته امنيت ښه نه دى د موسساتو کاروونکي نه شي راتلاى نو کار به څنګه وکړي.))
دقره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي ابراهيم پژواک اژانس ته وويل تراوسه په دې تړاو معلومات نه لري ، چې د سي سي اى په نامه به کومې موسسې ورته کار کړى وي.
هغه وويل: (( موږ د عسکري کوټ په سيمه کې اوسېږو، دلته ډېر خلک بې تعليمه دي تراوسه ورته يوې موسسې د سواد زده کړې کورس نه دى جوړ کړى.))
سي سي اى موسسه د غزني ولايت په ښار کې مرکزي دفتر لري .
د غزني ولايت کې د پژواک خبريال په ګډون يو شمېر خبريالانو د لړم په ١٨ دغه دفتر ته ورغلل، د پلټنو او انتظار سره سره د يادې موسسې چارواکو په دې تړاو رسنيو ته څه ونه ويل.
په همدې تړاو د لېندۍ تر ٨ مې پژواک هڅه وکړه چې د يادې موسسې نظر واخلي خو بريالى نه شو .
په يوه بل ولايت کې د يادې موسسې يو تن کارکوونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د دوى بوديجې ختمې شوي، او اوس په يو شمېر ولايتونو کې يې دفترونه تړل کېږي.
د هغه په وينا، دوى د غزني له دفتر سره يو شمېر ستونزې درلودې، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.