محمود راقي ( پژواک، ٨ لېندۍ ٩٣ ) : په کاپيسا ولايت کې د نږدې يو نيم ميليون امريکايي ډالرو په پانګونې سره د معدني اوبو يوې فابريکې فعاليت پيل کړ.
ددغې فابريکې د پرانيستې په مراسمو کې د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپي، د مشرانو جرګې لومړي مرستيال عالم ايزديار، د ولسي جرګې او ولايتي شورا وکيلانو ، قومي مشرانو او د يادې فابريکې مسوولينو برخه اخيستې وه.
د کاپيسا والي جنرال محراب ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه فابريکه د رضايي شرکت له خوا جوړېږي.
هغه زياته کړه، چې پر دې فابريکې به يو ميليون او ٤٠٠ زره امريکايي ډالره لګښت راشي او په يوه ورځ به ٥٤ زره بوتله د څښلو اوبه برابرې کړي.
د يادې فابريکې مسوول وکيل ګل احمد ساپى وايي چې ياده پانګونه يې له شخصي جېبه کړې او په دې برخه کې چا ورسره مرسته نه ده کړې.
نوموړي زياته کړه، په پام کې لري چې په راتلونکي کې په دې ولايت کې د انارو او انګورو د جوسو جوړولو فابريکه هم فعاله کړي.
هغه وايي چې له دې سره به د ياد ولايت ځوانانو ته د کار زمينه برابره او د بڼوالو اقتصاد به ورسره ښه شي.
د کاپيسا دولتي چارواکي وايي چې پخوا به دوی معدني اوبه له نورو ولايتونو څخه راوړلې ، خو له دې وروسته به په خپل ولايت کې ترلاسه کوي.
د سميع الله په نامه يو تن بڼوال پژواک اژانس ته وويل چې دوى د انارو ډېر ښه حاصلات لري، خو د فابريکې د نشتوالي له امله سمه ګټه ترې نه شي ترلاسه کولى.