ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ختيځ زون پوليسو لپاره اکمالاتي مرکز جوړ شو

د ختيځ زون پوليسو لپاره اکمالاتي مرکز جوړ شو

author avatar
30 Nov 2014 - 18:14
د ختيځ زون پوليسو لپاره اکمالاتي مرکز جوړ شو
author avatar
30 Nov 2014 - 18:14

جلال اباد ( پژواک ٩ لېندۍ ٩٣): په ننګرهار ولايت کې د ختيځ زون پوليسو لپاره د اکمالاتي مرکز په پرانېستلو کېدو سره به  پوليسو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

دا څرګندونې د ننګرهار ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال د لېندۍ په ٩مه د دې مرکز د پرانېستې په مراسمو کې وکړې.

نوموړي زياته کړه ، چې د ختيځ زون پوليسو لپاره د اکمال دغه لوى مرکز  د بهسودو ولسوالۍ دامان سيمه کې په ٦٥ جريبه ځمکه کې جوړ شو‌ى او نن  ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .

هغه د دغه مرکز په جوړېدو خوښي څرګنده  او زياته يې کړه، چې د غه ستر مرکز به د پوليسو د اکمالاتو په برخه کې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي .

د نوموړي په وينا، د ختيځ زون پوليسو لپاره دا مرکز د ٢٢ ميليونه ډالرو په لګښت دامريکا متحده ايالاتو په مالي مرسته د درېيو کلونو په موده کې جوړ شوى دى.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل ، چې د پوليسو د اکمال دغه ستر مرکز د پنځه شپېتو سترو او کوچنيو بلاکونو سربېره نور اړين محلقات هم لري .

نوموړى وايي ، چې د دې مرکز جوړېدل د پوليسو لپاره خورا اړين و او د ګټې اخيستنې پر مهال به يې  ساتنې ته خاصه پاملرنه وکړي .

د ختيځ زون د پوليسو داکمالاتي کنډک قوماندان مل پاسوال محمد سميع عزيز وويل چې له دې مرکز او شته وسايلو څخه به يې  د امنيتي ځواکونو د اکمال په برخه کې ډېره مرسته وکړي.

مجبوب شاه محبوب

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.