ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شېرزادو عملياتو کې اوو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

د شېرزادو عملياتو کې اوو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
30 Nov 2014 - 12:27
د شېرزادو عملياتو کې اوو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
30 Nov 2014 - 12:27

 

جلال اباد (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ عمليات د وسله والو له خوا د دې ولسوالۍ لپاره د نومول شوي ولسوال د وژل کېدو تر څنګ د اوو تنو پر مرګ ژوبلې پاى ته ورسېدل.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د لېندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شېرزادو ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې له وړمې شپې راهيسې د ځانګړو ځواکونو، ملي اردو او د پوليسو د ځانګړو ځواکونو له لوري ګډ جګړه ييز او چاڼيز عمليات پيل شوي وو او تېره شپه پاى ته ورسېدل.

دى وايي چې په يادو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو له لوري د شېرزادو ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال مولوي نورعالم له خپلو اوو ملګرو سره يو ځاى وژل شوى او جسدونه يې د جګړې په سيمه کې پاتې دي.

د ده په خبره چې په عملياتو کې څلور وسله وال مخالفين سخت ټپيان شوي او ښايي ځينو يې د سختو ټپونو له امله سا هم ورکړې وي.

د هاتفي په وينا چې په عملياتو کې د وسله والو مخالفينو له شتونه د شېزادو ولسوالۍ د سره خاره، سيدخېل، هنګرخېل او جانس خېلو سيمې په بشپړ ډول پاکې شوې.

دى وايي، يو عراده هغه رينجر موټر چې د سيمه ييزو پوليسو و او يو کال وړاندې د وسله والو مخالفينو لاسته ورغلى و، ويجاړ کړى دى.

دى زياتوي چې په دغو عملياتو کې شاوخوا ٢٥ تنه شکمن هم نيول شوي چې له څېړنو وروسته په به ډاګه شي چې څوک يې له وسله والو سره اړيکې لري.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال هم تاييدوي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو نومول شوى ولسوال وژل شوى دى.

دى وايي چې په يادو عملياتو کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي او ګڼ شکمن کسان نيول شوي چې دا مهال تر پوښتنو ګرويږنو لاندې دي.

د شېرزادو ولسوالۍ د ستر کلي اوسېدونکى فضل ربي پژواک اژانس ته وويل چې له وړمې شپې راهيسې د تېرې شپې تر ناوخته په شېرزادو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړي او ګڼ  کسان يې نيولي دي.

د نوموړي په خبره چې په نيول شوو کې يو شمېر بزګر هم دي خو امنيتي ځواکونو دوى ته ډاډ ورکړى چې ډېر ژر به يې خوشي کړي.

وسله والو طالبان په دغو عملياتو کې د خپلو څلورو ملګرو د مرګ ژوبلې پخلى کوي خو د خپل ولسوال د وژل کېدو خبره ردوي.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې ګډو ځواکونو د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې ځانګړي عمليات ترسره کړي وو چې په پايله کې يې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، يو شمېر يې له وسلو سره يو ځاى نيولي وو.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.