Language

ستانکزى : د سولې لپاره جدي او چټکو هڅو ته اړتيا ده

کندهار (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٣): د سولې عالي شورا د دارالانشا رييس معصوم ستانکزى وايي چې د سولې لپاره دې هڅې چټکې او جدي شي.

نوموړي دغه څرګندونې  کندهار ولايت ته د سفر پر مهال د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا سره په هغې غونډه کې وکړې چې په کې د سولې د ولايتي شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړى و.

د والي وياند صميم خپلواک د لېندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې  پر امنيت، د کوکنارو پر مخنيوي او د سولې د بهير پر چټکتيا خبرې وشوې.

معصوم ستانکزي وويل، د تېر په پرتله د کندهار امنيتي وضعيت ښه شوى او دا د دې څرګندونه کوي چې په ډېرو سيمو کې د خلکو او دولت تر منځ همغږي زياته شوې ده.

خو هغه ټينګار وکړ چې د ډاډمن امنيت او سولې په موخه دې هلې ځلې پراخې او چټکې شي تر څو وسله وال د خلکو له وژلو او جګړې را وګرځول شي.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې قضايي ادارې دې د هغو زندانيانو دوسيې په غور وڅېړي چې د کندهار پر عمومي زندان د مخالفينو د وسله وال بريد پر مهال تښتېدلي وو او اوس يې په وسله وال مخالفت لاس پورې کړى دى.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې اړوندې ادارې دې د هغو بې ګناه بنديانو دوسيې هم تر ژر څېړلو وروسته خلاصې کړي چې له کومې ګناه پرته بنديان شوي دي.

د ده په خبره، دغه کسان به په دې توګه د سولې له پروسې سره يو ځاى کړل شي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په دې ليدنه کې وويل چې د سولې لپاره پراخو هلو ځلو او ډېر کار ته اړتيا ده.

هغه زياته کړه، د کوکنارو کښت د وسله والو مخالفينو د مالي سرچينو عمده برخه جوړوي او تر څو چې دغه د کوکنارو کرل بند نه شي او په دې توګه د هغوى مالي سرچينې وچې نه شي، په اسانۍ سولې ته غاړه نه ږدي.

دى وايي، پر همدې بنسټ يې په کندهار کې د کوکنارو د کښت مخه نيولې خو په هلمند ولايت کې لا هم په پراخه کچه کوکنار کرل کېږي چې امنيتي مسوولين يې بايد مخنيوى وکړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس  په دې اړه وويل چې دغه ستونزې به په مرکز کې له اړوند ادارو سره شريکوي او په اړه به يې لازمې پرېکړې کوي.

د يادونې ده چې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس داسې مهال کندهار ولايت ته سفر کوي چې په ټول هېواد کې د وسله والو مخالفينو بريدونه زيات شوي دي.

ډېر خلک د سولې پر عالي شورا نيوکې کوي او وايي چې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د دې شورا هڅې محسوسې نه دي او کومه لاسته راوړنه نه لري.

Related Topics