Language

وسله والو د ملي اردو يو سرتېرى په ټپي حالت کې سوځولى

غزني (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٣): چارواکي وايي چې په غزني ولايت کې د طالبانو له لوري د ملي اردو تښتول شوي سرتېري شپږ طالبان وژلي او خپله هم په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.

په غزني ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د اندړو ولسوالۍ د خوزيو په سيمه کې شوې ده.

سلطاني وويل، د ملي اردو ياد سرتېرى له کندهاره-کابل ته روان و چې د اندړو ولسوالۍ اړوند سيمه کې وسله والو له موټره کښته کړى او بيولى و.

هغه وويل، کله چې وسله وال طالبان د اندړو ولسوالۍ د خوزيو سيمې ته رسېدلي، يو جومات ته د ننوتو پر مهال د ملي اردو دغه سرتېري له يوه طالب څخه وسله اخيستې او شپږ طالبان يې وژلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې وروسته يوه بل طالب دغه سرتېرى پر ځوابي ډزو ټپي کړى و او د نورو طالبانو په ور رسېدو يې پر ټپي سرتېري پټرول شيندلي او سوځولى يې دى.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال پژواک ته د دې خبر په تاييد سره وويل، د ملي اردو دا سرتېرى د طالبانو له وژلو وروسته پر موټرسايکل د سپرېدو په حال کې و چې بل طالب پرې ډزې کړې دي.

هغه وويل چې دغه طالب ته د سيمې يوه اوسېدونکي وسله ورکړې وه.

د نوموړي په وينا، دا ډله طالبان په اندړو کې د يوه ځايي طالب قوماندان ملا ادريس وسله وال دي چې د سيمې په ډېرو ورانکارو پېښو کې لاس لري.

د اندړو ولسوالۍ د خوزيو سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک اژانس ته وويل چې يو سرتېري شپږ وسله وال وژلي او وسله والو بيا دا سرتېرى پر اور سوځولى دى.

نوموړي وويل چې د سيمې خلکو له وسله والو غوښتي وو چې سرتېرى دې نه سوځوي خو طالبانو ورسره نه وه منلې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics