Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۳): د هلمند د ولايتي شورا غړي د ښوراب پر پوځي اډې د څلورمې ورځې لپاره د ډله ييز بريد دوام د ۲۱۵ ميوند قول اردو د مسوولينو د کمزوري مديريت لامل بولي.

د هلمند په واشير ولسوالۍ کې ياده پوځي اډه چې د افغان سرتېرو په واک کې ده، د لېندۍ په ٥مه پرې لسګونه وسله والو ډله ييز بريد وکړ.

چارواکو په دغه بريد کې ٢٧ طالبانو او د ملي اردو د پنځو سرتېرو د وژل کېدو پخلى کړى خو ويل کېږي چې جګړه څلورمې ورځې ته غځېدلې او لا هم روانه ده.

د ولايتي شورا رييس حاجي کريم اتل د لېندۍ په ٩مه په لښکرګاه کې خبريالانو ته وويل، د ۲۱۵  ميوند قول اردو مسولين د قرارداديانو په ډول کار کوي او د ده په وينا مديريت يې کمزورى دى.

نوموړي وويل، دغه  راز ياد له مسوولينو سره که چېري محاسبه وشي، سلګونه کسان به غير حاضر وي او معاشونه به يې مسوولين اخلي.

اتل وويل، دوى له نوي حکومته غواړي چې د ۲۱۵ ميوند قول اردو پر رهبري بيا کتنه وکړي او ستونزې يې هوارې کړي، کنه دوى به يې پر وړاندې له ولسونه سره يو ځاى پاڅونونه وکړي.

هغه وويل، معلومات ښيي چې لا هم په ښوارب اډه کې نښته روانه ده.

د ولايتي شورا غړي عطا الله افغان خبريالانو ته وويل چې ښوراب اډې د نه ساتنې په غبرګون دې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مسوولين عدلي ارګانونو ته معرفي شي.

هغه وويل، څنګه وسله وال طالبان په دې وتوانېدل چې د ښوراب مهمو ځايونو ته ځانونه ورسوي او هلته  د څلورمې وروځې لپاره جګړې ته دوام ورکړي.

د ده په خبره ، دغه راز بريد دوى او ټول ولس ته شکونه پيداکړي، چې له دومره ډېرو پوستو او ديوالونو څنګه طالبان تېر شوي .

هغه د اړونده ارګانونو استخباراتي ادارې کمزورې او په خپلو کې په ناهمغږۍ تورنې کړې چې له وړاندې د دغو بريدونو او پلانونو د شنډولو لپاره چمتو نه وو.

نوموړي د ژورنالېستانو ننګه هم وکړه او ويې ويل چې د ملي اردو او ټول اړونده مسوولين بايد پر وخت خبريالانو ته  معلومات ورکړي، څو  نړيوال او خپل ولسونه د پېښي له څرنګوالي خبر شي.

د ولايتي شوار بل غړي بشير احمد شاکر وويل، دکابينې نه جوړښت او د سرپرستو وزيرانو شتون په يو شمېر ولايتونو کې ناامنيو ته زمينه برابره کړې ده.

د ده په وينا ، چې په هلمند کې د ملي اردو ځواکونه د امنيت د ټينګښت توان لري، خو رهبري يې نه غواړي ځکه قومانده يې يواځې تر دفاع حالته محدوده ده .

د هلمند د والي وياند عمرځواک پژواک خبري اژانس ته په دې تړاو څه ونه وويل چې د ښوارب اډې جګړه پاى ته رسېدلې که نه ، خو يادونه يې وکړه چې ادارې يې سره همغږې دي.

د ولايتي شورا د څرګندونو په اړه پژواک  هڅه وکړه چې د ملي اردو له مسوولينو سره خبرې وکړي، خو هغوي خپل  ټېلېفونه بند کړي او په دې تړاو رسنيو ته څه نه وايي.

بله خوا د هلمند د ازادو ژورنالېستانو د ټولني غړي او خبريال سردار محمد سروري پژواک اژانس ته وويل، د۲۱۵ ميوند قول اردو پخوا هم له خبريالانو سره معلومات نه دي شريک کړي او د ښوراب په  پېښه کې يې هم خبريالان  د ده په وينا ، ډېر سرګردانه کړل.

نوموړي وويل ،يادې قول اردو خبريالانو ته ويلي و، چې د ښوارب اډې د پېښې د څرنګوالي په تړاو يې واشېر ولسوالۍ ته بيايي، خو تراوسه يې بيا په دې تړاو رسنيو ته څه ونه ويل.

وسله والو د دې بريد په تړاو تازه څه نه دي ويلي، خو د لېندۍ په ٩مه  طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي و، چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر طالبان برخه لري، چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

احمدي ادعا کوي چې کورنيو او بهرنيو امنيتي سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې او د الوتکو په ګډون ګڼ يې يو شمېر پوځي وسايط له منځه وړي دي.

د يادولو ده، شاوخوا دوه کاله مخکې هم وسله والو طالبانو پر دې پوځي اډې ډله ييز بريد کړى و، هغه مهال د دغه پوځي  اډې  امنيتي مسووليت د بهرني ځواکونه په واک کې و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.