کندوز، ميمنه (پژواک ٩ لېندۍ ٩٣): کندوز کې د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي او همدارنګه په فارياب ولايت کې ٨٣ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او تر لاسه شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى محسني پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون شپه يو شمېره وسله والو مخالفينو په علي اباد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوستو د بريد نيت درلود، خو خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې له کمين سره مخامخ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې د زلمي په نوم د طالبانو قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره يو ځاى وژل شوى او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
محسني زياته کړه، چې له يادو کسانو څخه دوه موټرسايکلونه، درې ميله وسله او پوځي تجهيزات هم تر لاسه شوي او امنيتي ځواکونو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
بله خوا د فارياب پوليسو د ٨٣ کيلوګرامه ترياکو له کشف خبر ورکړى او ترڅنګ يې د هغو عاملين هم نيولي دي.
د فارياب امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد نعيم اندرابي پژواک ته وويل، چې دغه اندازه نشه يي توکي په يوه ريکشا کې ځاى پر ځاى شوي او نن په شيرين تګاب ولسوالۍ کې کشف او تر لاسه شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه توکي له بلخ ولايت څخه د فارياب مرکز ميمنې ښار ته لېږدول کېدل.
سرچينې وويل، چې په روان کال کې په دغه ولايت کې شاوخوا يو ټن نشه يي توکي کشف او تر لاسه شوي او لسګونه تنه يې د قاچاق په تور نيول شوي دي.
د هغه په وينا، نشه يي توکي تر ډېره د فارياب له لارې لومړى هرات او بيا ايران هېواد ته قاچاق کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP