Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جلال اباد ښار د پاکولوکمپاين پيل شو

جلال اباد ( پژواک١٠ لېندۍ ٩٣ ) : د ننګرهار ولايت د ٥٠٠ تنو له خوا د جلال اباد ښار د پاکولوکمپاين پيل کړ‌.

د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين د لېندۍ په ١٠مه،د ياد کمپاين د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې سر له ننه په جلال اباد ښار کې د ٥٠٠ کارکوونکو له لوري د دغه ښار د پاکولو چارې پيل شوې ، چې يادې چارې به دوه مياشتې دوام وکړي.

نوموړى وايي، دوى د يوې پروژې په شکل ياد کمپاين پيل کړى چې له يوې خوا به بې روزګاره  اشخاصو ته کار پېدا شي  او بله خوا به ښار هم پاک شي.

والي زياته کړه: (( د خوښۍ ځاى دى چې زموږ شاوخوا ٥٠٠ هغه مزدوران چې بې کاره ګرځي په کار کېږي او ورسره  به ښار هم پاک شي. ))

د ده په خبره، چې ننګرهار ته د ژمي په ورځو شپو کې ډېر مېلمانه راځي او په کار ده چې دا ښار له نورو ښارونو ډېر پاک او ښکلى وي.

د ننګرهار والي پر ښاريانو غږ وکړ چې د ښار پاکولو له دغه کمپاين سره دې مرسته وکړي او په خپله دې هم ښار پاک کړي.

دى وايي که چېرې هر څوک د خپلې هټۍ او يا هم کور مخه پاکه کړي، نو هېڅکله به ښار ناپاکه نه شي.

د جلال اباد ښار يو تن اوسېدونکي صميم خان پژواک اژانس ته د يادې پروژې په پرانېستې خوښي وښوده او ويې ويل چې په دې سره به د جلال اباد ښار ټوله ناپاکي پاکه شي .

نوموړي زياته کړه، چې دا مهال د جلال اباد ښار ډېر ناپاکه دى او ياد ٥٠٠ کسان که چېرې په صداقت سره کار ترسره کړي، نو ښار به پاک شي.

دى وايي: (( ښار کې دوړو او ګردونو ډېرى خلک ناروغه کړي او که چېرې پاکي وشي نو انشاء الله مشکل حليږي.))

د ښار پاکولو يو تن کارکوونکى ګل ريز وايي چې له دې سره ورته د کار زمينه برابره شوه له يوې خوا به خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي او له بله خوا به يې خپل ښار پاک کړى وي.

د هغه په وينا، دى به د ښار پاکولو په برخه کې له بل هر ځاى څخه ډېر کار کوي او له نورو هېوادوالو هم غواړي، چې د ښار پاکولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.