Language

د ماين چاودنې يو پوليس وواژه او څلور  يې ټپيان کړل

کندهار (پژواک ۱۰ لېندۍ ۹۳): د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې د پوليسو پر رينجر موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې، چې په کې يو پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

دا پېښه نن غرمه د يادې شوې ولسوالۍ په سپينه ګاره سيمه کې شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو د پوليسو پر يوې پوستې وسله وال بريد کړى و، چې د مرستې لپاره يې نور پوليس سيمې ته پر لاره وو.

هغه زياته کړه، د لارې په اوږدو کې د دغو پوليسو پر رينجر موټر د سړک غاړې د ماين چادونه شوې، چې په کې يو پوليس وژل شوى او ٤ نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي ، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې معلومات نشته.

خو يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، په دې پېښه کې ٣ پوليس وژل شوي او ٣ نور ټپيان شوي او رينجر موټر يې ويجاړ شوى دى.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله د يادې شوې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ د سپين بولدک ولسوالۍ په رباط سيمه کې بيا وسله والو مخالفينو د پوليسو پر يوه موټر وسله وال بريد کړى و، چې په کې درې پوليس وژل شوي او يو ټپي شوى و.

Related Topics