کندهار ( پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٣ ) : د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې درې تنه سرحدي پوليس وژل شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لېندۍ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد تر غرمې وروسته د سپين بولدک ولسوالۍ د رباط په سيمه کې شوى و.
هغه زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو يو سيمه ييز قوماندان سعد ملوک پر ګزمې بوخت و، چې وسله والو مخالفينو پرې بريد وکړ.
د خپلواک په وينا، په ځوابي بريد کې يو بريدکوونکى هم وژل شوى دى.
دى وايي چې سعد ملوک له دې بريده روغ وتلى، خو يو پوليس يې وژل شوي او دوه نور يې ټپي دى.، خو د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته ويلي چې په دې پېښه کې درې پوليس وژل شوي او يو بل يې ټپى شوى دى.
وسله والو مخالفينو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى ، طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دې بريد کې يې قوماندان سعد ملوک له ساتونکو سره وژلى او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.
د يوه بل خبر له مخې، نن تر غرمې مخکې د کندهار په لومړۍ ناحيه کې يوه وسله وال تن چې پر موټرسايکل سپور و، پر يوه تن ډزې کړي او هغه يې وژلى دى.
تر اوسه د وژل شوي تن هويت نه دى په ډاګه شوى.