غزني ښار(پژواک ۱۰ لېندۍ ۹۳) : د غزني ولايت د وليبال ولايتي سيالۍ د ده يک ولسوالۍ په بريا پاى ته ورسېدې.
دا سيالۍ درې ورځې مخکې د اندړو، ده يک، قره باغ، مقر او واغز ولسواليو تر منځ په اندړو ولسوالۍ کې پيل شوې وې او نن د لېندۍ په ١٠ مه پاى ته ورسېدې.
د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سياليو دويم مقام اندړو، درېيم مقر، څلورم قره باغ او پنځم د واغز ولسوالۍ لوبډلې ترلاسه کړ.
ولسوال وايي چې دغه سيالۍ يې د ولسواليو د اوسېدونکو ترمنځ د اړيکو ټينګولو او له نشه يي توکوسره د مبارزې په موخه ترسره کړې.
د ده يک ولسوالۍ د وليبال لوبډلې روزنکي عبدالخالق پژواک ته وويل ، خوښ دى چې سيالۍ يې په ګټه پاى ته ورسېدې.
هغه وويل ، دې سياليو ته له بېلابېلو ولسواليو څخه لسګونه ننداره کوونکي راغلي وو.
داندړو ولسوالۍ د واليبال د ټيم غړي نورالرحمن پژواک ته وويل ، د دغسې لوبو په ترسره کېدو به ډېر ځوانان د نشه يي توکو پر ځاى ورزش ته مخه کړي.
ده غوښتنه وکړه چې ښکيلې غاړې دې د ورزشي لوبو د ترسره کېدو مخنيوى نه کوي او نه دې هم دغسې لوبغالي په نښه کوي.
دا په داسې حال کې چې د لېندۍ په دويمه د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د وليبال په سياليو کې ځانمرګى بريد شو، چې په کې شاو خوا ١٥٠ تنو تنه مرګ ژوبله واوښته.