Language

کندهار کې ٤٤ تنه د ايډز په ناروغۍ اخته شوي

کندهار  (پژواک ۱۰ لېندۍ ۹۳): د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، په دې ولايت کې د ايډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ٤٤ تنه دى، چې پنځه تنه يې ښځې دي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا دا څرګندونې د ايډز پر ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې، چې د اړوند رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه او ګڼ شمېر روغتيايي کارکوونکو په کې ګډون کړى وو.

پخلا وويل، دا مهال د هېواد په کچه په ايډز د اخته ناروغانو شمېر ١٦٩٤ تنه دى، چې ٤٤ يې په کندهار کې دي.

هغه زياته کړه، تر دې مهاله په ټوله هېواد کې د دغې وژونکې ناروغۍ له امله شاوخوا ٥٠ تنو نارينه او ښځينه وو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

دى وايي، په کندهار کې له تېرو څو کلونو راهيسې د ايډز ٤٤ پېښې تشخيص شوي، چې ١٠ يې د سږ کال دي.

د ده په خبره، په دې ولايت کې په ايډز د اخته ناروغانو له ډلې ٥ يې ښځينه دي، چې ډېرى يې معتادين دي او په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

د نوموړي په وينا، په هېواد کې درې لسيزې جګړې، خلاص سرحدونه، فقر، بېسوادي، د نشه يي توکو کښت او قاچاق او نامشروع جنسي اړيکې هغه عوامل دي، چې د ايډز پېښې يې زياتې کړې دي.

پخلا وويل، د عامې روغتيا رياست په کندهار کې د ايډز د مخنيوي په موخه ٤ د مشورې مرکزونه جوړ کړي، تر څو خلک له دې ناروغي څخه خبر کړي او مخه يې ونيسي.

په کندهار کې د نړيوال روغتيايي سازمان سيمه ييز مسوول ډاکټر رحمت الله کمواک وويل، چې لا هم په نړۍ کې د دې ناروغۍ د بشپړې درملنې لپاره درمل نشته، خو د ځينو لارو چارو په عملي کولو سره کولاى شو، د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيسو.

په نړۍ کې هر کال د ډيسمبر لومړۍ نېټه د ايډز پر ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې د ايډز ناروغي په لومړي ځل د ١٩٤٠ او ١٩٥٠ کلونو تر منځ په افريقا کې وپېژندل شوه او د هېواد په کچه د ايډز لومړنۍ پېښه څو کاله وړاندې په کندوز ولايت کې ثبت شوه.

دا مهال په ټوله نړۍ کې ٣٥ ميليونه وګړي له دې ناروغۍ کړېږي.

 

Related Topics