ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”د ښوراب پر پوځي اډې ډېرى بريدکوونکي پاکستانيان وو”

”د ښوراب پر پوځي اډې ډېرى بريدکوونکي پاکستانيان وو”

author avatar
2 Dec 2014 - 11:38
”د ښوراب پر پوځي اډې ډېرى بريدکوونکي پاکستانيان وو”
author avatar
2 Dec 2014 - 11:38

لښکرګاه( پژواک ۱۱لېندۍ ۹۳) : د هلمند پر سترې پوځي اډې ”ښوراب” د جګړې په پايله کې اته د ملي اردو سرتېري او  تر ٢٠ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ رېنجر موټر او شپږ پوځي بلاکونه سوځېدلي دي.

پر دغې پوځي اډې د لېندۍ په ۶ مه وسله والو طالبانو ډله ييزه بريد وکړ، چې جګړه يې پنځمې ورځې ته وغځېده، خو د چارواکو په وينا، د ټولو بريدګرو په وژلو سره اوس ياده جګړه  پاى ته رسېدلې ده.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورنجنرال سيدملوک د لېندۍ په ١١مه په ياده پوځي اډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو چې ډېر يې پاکستانيان وو، له پوره  امکاناتو سره پر دې اډه بريد کړى و.

د ده په وينا، بريد کوونکي ډېر و او ټول ونه  توانېدل چې ښوراب اډې ته  ننوځي، څلور تنه يې په پيل کې ووژل شول او يو شمېر  يې د ژول شوو بريدکوونکو د جسدونو په وړلو سره  وتښتېدل.

قوماندان وايي،دغه راز ١٦ بريدکوونکو چې د ځانمرګو واسکټونه هم ورسره و، د ښوراب پوځي اډې مهمو ځايونو ته ځانونه  رسولي وو، چې پر وړاندې يې چټک مقاومت ناشونى و.

د قول اردو قوماندان زياته کړه، چې په دې بريد کې شپږو بريدګرو ځانونه الوځولي او د لسو بريدګرو جسدونه په لاس ورغلي ، اته تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د قوماندان په خبره ، چې د يادو بريدونو پرمهال، شپږ رېنجر موټر او شپږ بلاکونه چې له وسپنې څخه د اوسېدو لپاره جوړ شوي وو، سوځېدلي دي.

که څه هم قوماندان د شپږو موټرو د تخريب خبره کوي، خو د پژواک خبريال په سيمه کې تر لسو پورې سوځول شوي  رېنجر  ليدلي دي

د همدې قول اردو مرستيال جنرال فاروق پرواني وايي، چې بريدګرو د امريکايي سمندري ځواک يونيفورم اغوستى وو او د مرمۍضدخولۍ،سپکې او درنې وسلې، لاسي بمونه، اور لګېدونکي وسايل او خوراکي توکي يې درلودل.

دى وايي، چې سرتېرو يې لومړى له احتياطه کار واخيسته، څو د ملي اردو تلفات کم وي او يواځې د بريدګرو ځاى په نښه کړي ، ځکه خو جګړې پنځه ورځې دوام وکړ.

د ده په خبره، د ښوراب اډه په ۳۶ زره جريبه ځمکه کې جوړه شوې، چې د ملي دفاع وزارت د ګارډ د تاسيساتو  ۱۸ سوه نوي روزل شوي سرتېري  يې ساتنه کوي.

د هلمند سرپرست والي تورنجنرال محمد نعيم د ملي اردو د سرتېرو ستاينه وکړه او پژواک اژانس ته يې وويل،   چې په لږ تلفاتو سره يې وکولى شول د بريد کوونکو مخنيوى وکړي.

په همدې اډه کې د ملي اردو يوه سرتېري پژواک ته دنوم نه اخيستو په شرط وويل : ((  پېښه د يوه ګيم په څېر وه   ،وسله والو ډېر مهارت او معلومات درلودل،لومړى يې اغزن تارونه وشکول،لګول شوي څراغونه يې وويشتل،وروسته يې ښۍ خوا ته په ټاور ډزې وکړې او بيا يې دوه سوه متره وړاندې د مخامخ ټاور دوه ساتوونکي ووژل او ځانونه يې د ملي اردو د اوسېدو ځاى ته ورسول.))

ده وويل، چې يو شمېر کسان ونه توانېدل چې له اغزنو تارونو راتېر شي ، نو د څلورو بريد کوونکو جسدونه يې له ځانونو سره واخيستل او له سيمې وتښتېدل.

طالب وياندقاري يوسف احمدي وايي، دوى په ياده جګړه کې لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او ډېر وسايل ، وسايط او ودانۍ يې سوځولي دي.

 

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.