Language

د کندهار معلولين له دولت څخه د سرپناه او کار غوښتنه کوي

کندهار (پژواک ۱۲ لېندۍ ۹۳): په کندهار ولايت کې د معلولينو نړيواله ورځ ونمانځل شوه، چې معلولينو په کې له حکومته د خپل ژوند او اقتصادي حالت د ښه کېدا غوښتنې لرلې.

په دې اړه يوه غونډه په تخته پُل ولسوالۍ او بله يې د کندهار ښار په عينو مېنه کې د معلولينو په روزنيز مرکز کې جوړه شوې وه، چې سلګونو معلولينو په کې ګډون کړى و.

د دې غونډې په څنډه کې د نورالله په نوم يوه معلول، چې اووه کاله وړاندې د ماين يوې چاودنې ورڅخه دواړې پښې اخيستې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روزګار او سرپناه نشتوالى يې د ژوند تر ټولو لويه ستونزه ده، ځکه بدن يې نيم دى او نه شي کولاى خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

هغه زياته کړه، دى نه غواړي چې خپل ټول ژوند د نورو په مرسته تېر کړي، بلکې غوښتنه يې دا ده چې د ده جسمي حالت ته په پام داسې کار ورته وموندل شي چې کولاى يې شي.

د نبي جان په نوم يوه بل معيوب بيا د ټولنې د وګړو له چال چلنده شکايت کاوه او ويې ويل، هرې ادارې ته چې د کار لپاره ورځي، نو هغوى ورته وايي چې ته معيوب يې او کار نه شې کولاى.

هغه له دولته وغوښتل، چې د هغوى لپاره د کار او روزګار غم وخوري او ستونزې يې حل کړي.

نوموړي زياته کړه، دولت ورته په کال کې يواځې ١٨ زره افغانۍ ورکوي، چې د هغه د يوې مياشتې لګښت هم نه شي پوره کولاى.

غونډې ته د کندهار د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د معلولينو د ملاتړ د څانګې مسوول صاحبزاده نالان وويل،  په دې ولايت کې ١١زره تنه معلولين ژوند کوي، چې د ژوند له هر راز اسانتياوو بې برخې دي.

هغه زياته کړه، په ټولنه کې د معلولو کسانو په ژوند کې ستونزې له دې امله هم دي، چې مساوي حقوق نه ورکول کېږي او د وګړو له سپک چلند سره مخ دي.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې د معلولينو ژوند ته پاملرنه وکړي، د هغوى د سرپناه غم وخوري او د کار او روزګار شرايط ورته برابر کړي.

په تخته پُل ولسوالۍ کې د معلولينو د نړيوالې ورځې په جوړه شوې نمانځغونډه کې بيا د معلوليت لرونکو کسانو د نړيوال تړون د پلي کېدا غوښتنه وشوه.

د تخته پُل ولسوال محمود اڅکزي په دې غونډه کې وويل، چې دولت دې د حرفوي زده کړو مرکزونه زيات کړي، ترڅو معلولين له خپل جسمي حالت سره سم کسبونه زده کړي او وروسته له دې لارې خپل ژوند تامين کړي.

د يادونې ده چې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په صالحانو کلي کې د متحده عربي اماراتو د يوې خيريه ټولنې له خوا د معلولينو له خوا يو ښارګوټى جوړ شوى، چې يواځې ٢٠٠ تنو معلولينو ته په کې کورونه ورکول شوي، خو زرګونه نور معلولين لا هم بې برخليکه پاته دي.

تېره ورځ د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د دې ولايت د خصوصي روغتونونو له مسوولينو وغوښتل، چې د معلولينو وړيا درمنله دې وکړي، چې په دې توګه هغوى ژمنه وکړه، چې هر کال به د ٥٥٠ معلولينو وړيا درملنه کوي.

د يوه بل خبر له مخې، په هرات ولايت کې هم د معلولينو د نړيوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې  د هرات د ټولنيزو چارو او کار ادارې مشرې بصيرې محمدي په خپلو خبرو کې په دې ولايت کې د معلولينو وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل، چې تراوسه پورې د معلولينو لپاره نه د دولت او نه د مرستندويو نهادونو له خوا بنسټيز کارونه شوي دي.

هغې زياته کړه، اوسمهال غيرجنګي معلولين له جنګي معلولينو څخه زيات دي، خو د قانون له مخې دغه ډول کسان د دولت تر ملاتړ لاندې نه راځي، نو بايد چې قانون بدلون ومومي او غيرجنګي معلولين هم د دولت او مرستندويو بنسټونو تر ملاتړ لاندې راشي.

 نوموړې وايي، سره له دې چې د معلولينو په ځانګړي ډول د جنګي معلولينو کره شمېر په لاس کې نه لري، خو ۵۶۰۰ معلولين له دې ادارې سره ثبت دي، چې ډېری يې له ښه ژوند څخه برخمن نه دي.

د دې په خبره، د ټولنيزو چارو او کار وزارت له لايحې سره سم، په دولتي ادارو کې درې سلنه معلولين جذبېدای شي، خو د تحصيلي سندونو د نه لرلو له امله، د هرات په دولتي ادارو کې يواځې ۱۱ تنه پر دندو ګومارل شوي دي.

د هرات د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون سرپرست دادمحمد واحدي هم وويل، د معلوليت لرونکو کسانو د حقوقو او امتيازاتو قانون بايد اصلاح شي، ترڅو هر معلوليت لرونکی تن له خپلو حقوقو برخمن شي.

د هرات يو شمېر معلولين بيا د تحصيلي امکاناتو، ورزشي لوبغالي، په دولتي ادارو او تحصيلي ځايونو کې د ويلچر د تګ راتګ د اسانتيا نشتوالي ته اشاره کوي او همدا خپلې اساسي ستونزې بولي.

Related Topics