کندهار (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٣ ) : د سره صليب نړيوالې کمېټې مسوولين وايي د کندهار ولايت د ميرويس روغتون د بسترونو اوسنۍ شمېره لږ ده او پلان لري چې په دې روغتون کې د بسترونو شمېر زيات کړي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لېندۍ په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه څرګندونې په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې مشر جن نيکولاس مارتي د کندهار له والي سره په ليدنه کې وکړې.
د هغه په وينا، نوموړى چې کندهار ولايت ته يې سفر کړى ، وويل چې دې ولايت ته يې د سفر موخه د روغتيايي خدماتو ارزونه او د اړوندو ستونزو حلول دي.
د سره صليب د نړيوالې کمېټې مشر جن نيکولاس مارتي زياته کړه، د کندهار ميرويس روغتون چې د سوېلي زون په کچه ورته ناروغان د درملنې لپاره راځي، دا مهال ٤٥٠ بسترونه لري چې د ناروغانو لپاره بسنه نه کوي.
د هغه په وينا، د همدې ستونزې له امله د هغوى اداره پلان لري چې په دې روغتون کې ٥٠ نور بسترونه هم زيات کړي، تر څو د خلکو د درملنې په برخه کې اسانتياوې ډېرې شي.
د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا د سره صليب د نړيوالې ادارې د دې اقدام ستاينه وکړه او ويې ويل چې دغه روغتون کلونه وړاندې د يو ميليون نفوس لپاره جوړ شوى و، خو اوس يواځې د کندهار ولايت نفوس تر دوه ميليونه اوړي.
هغه زياته کړه، د کندهار ميرويس روغتون د سوېل په کچه يواځېنی روغتون دی چې هره ورځ ورته له کندهار ښار، ولسواليو، زابل، اروزګان او هلمند څخه نه يواځې سلګونه ناروغان، بلکې د جګړو، ماينونو او ترافيکي پېښو ټپيان هم راځي او دلته يې وړيا درملنه کېږي.
د نوموړي په وينا، دا چې پر دې روغتون د ناروغانو ګڼه ګوڼه زياته ده، په دې ولايت کې يوه بل لوى روغتون ته اړتيا ليدل کېده، چې منظوري يې اخيستل شوې او د عامې روغتيا وزارت يې د جوړولو چارې پر غاړه لري.
د دغه ٣٥٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبره څه موده وړاندې د عامې روغتيا د وزيرې ثريا دليل له خوا د کندهار ښار په عينو مېنه کې کېښودل شوه، چې په ١٣٧ جريبه ځمکه کې د ٩،٢ ميليونه ډالرو په لګښت د څلورو کلونو په موده کې جوړېږي.
والي په کندهار کې د روغتيايي خدماتو په برخه کې د سره صليب نړيوالې ادارې له مرستو مننه وکړه او ويې ويل چې په دې ولايت کې د هغوى موجوديت ډېر مهم دى.
د ميرويس روغتون د مسوولينو د معلوماتو له مخې، له دې روغتون سره نړيوال سور صليب هر کال ٣ ميليونه ډالره مرسته کوي، که دغه مرستې نه وي نو دولت يې په يواځې ځان د فعال ساتلو توان نه لري.
ميرويس روغتون د سوېلي حوزې په کچه فعاليت کوي، چې هره ورځ ورته د جګړې او ترافيکي پېښو د ټپيانو تر څنګ، داخله، نسايي ولادي او نور ناروغان هم راوړل کېږي، چې په څلورويشت ساعتونو کې د يوه ناروغ په درملنه تر ١٠٠ ډالرو پورې لګښت راځي.
په عادي حالت کې په دغه روغتون کې د ٣٨٠ په شاوخوا کې ناروغان بستر وي، خو په بېړنيو کې حالاتو کې يې شمېر تر ٤٥٠ تنو پورې رسېږي.