Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې پر جرمونو تورن پنځه کسان نيول شوي

چاريکار (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٣): د پروان د والي وياند د دولت د درېيو وسله والو مخالفينو له وژلو او همدارنګه په دغه ولايت کې پر بېلابېلو جرمونو تورن پنځه کسانو له نيولو خبر ورکړى دى.

د پروان د والي وياند وحيد صديقي وويل پرون شپه د دغه ولايت د شينوارو ولسوالۍ په درازګرد سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو يو وسله وال مخالف په سيدخېلو ولسوالۍ او دوه نور د ياد ولايت د مرکز اړوند په صيادان سيمه کې نيولي دي.

همدارنګه نوموړي وويل چې امنيتي ځواکونو نن سهار يو کس چې د جواد په نوم د يوه ځوان پر وژنې او يو بل چې د بګرام پر هوايي ډګر د راکټ پر توغولو او سړي تښتونې تورن دي، نيولي دي.

د شرعياتو پوهنځي محصل دوه ويشت کلن ميلاد د روان کال د تلې مياشتې په لومړيو کې د دغه ولايت په مرکز کې د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په پروان کې د پرون شپې او نن سهار د پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.