لندن ( پژواک، ١٣ لېندۍ ٩٣ ) : د افغانستان او برېتانيا د مشرانو په کوربه توب د لندن نړيوال کنفرانس پيل شو.
دا کنفرانس د افغانستان د حکومت په همکارۍ، د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت، د برېتانيا نړيوالې پرمختيايي ادارې او د لومړي وزير ددفتر په ګډو هڅو نن د لېندۍ په ١٣مه، د افغانستان تر غرمې وروسته په شاوخوا دوه نيمو بجو پيل شو.
د پژواک خبري اژانس خبريال احمد قريشي چې په دغه کنفرانس کې يې ګډون کړى، وايي چې دغه کنفرانس د برېتانيا د بهرنيو چارو د وزير او د افغانستان د اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په پرانيستونکو ويناوو سره پيل شو.
هغه زياته کړه، چې دا کنفرانس په دوو ناستو کې تر سره کېږي، د لندن په وخت تر غرمې مخکې به د يو شمېر نړيوالو سازمانونو او هېوادونو استازي ويناوې وکړي او د افغانستان په اړه به خپلې مرستې اعلان کړي.
قريشي وايي چې تر غرمې وروسته به د امريکا، برېتانيا، او پاکستان استازي ويناوې کوي او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د کنفرانس په وروستيو کې خپله مهم وينا واوروي.
دغه راز د نوموړي په وينا، د کنفرانس پر مهال به د افغانستان يو شمېر مهم سکتوري وزيران د مرستو د لګولو د څرنګوالي او شفافيت په اړه نړيوالو ته خپل پلانونه او پروګرامونه تشريح کړي.
تر دې مخکې د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و ، چې له دې کنفرانس څخه موخه داده، څو د افغانستان لپاره له نړيوالې ټولنې اوږدمهاله مالي ملاتړ ترلاسه شي.
په دې کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله په ګډون لوړپوړى دولتي پلاوى، د مدني ټولنې ٦٠ کسيز پلاوى او يو شمېر افغان خبريالان ګډون لري.
دغه راز په کنفرانس کې د برېتانيا لومړي وزير ډېوېډ کمېرون،ددې هېواد نور لوړپوړي چارواکي، د امريکا د بهرنيو چارو و زير جان کيري او د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په ګډون د ٥٠ هېوادونو او ٢٥ نړيوالو سازمانونو او ادرو استازي ګډون کوي.
د لندن کنفرانس د هغې ژمنې په دوام ترسره کېږي، چې په ٢٠١٢ زېږديز کال کې د توکيو په کنفرانس کې له افغانستان سره شوې وه .
په ٢٠١٢ کال کې د توکيو په کنفرانس کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د ١٦ ميلياردو ډالرو مالي مرستې ژمنه وکړه.
د افغانستان حکومت په هماغه کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د نړيوالو مرستو په بدل کې به اصلاحات راولي او د فساد پر وړاندې به اغېزمنه مبارزه کوي.
د توکيو له کنفرانس وروسته پرېکړه وشوه، چې د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه به يو لړ غونډې وشي ، چې له افغانستان سره د شويو مالي مرستو او افغان حکومت کې د اصلاحاتو د راوستو د بهيرونو څارنه وکړي.
ولسمشر اشرف غني د حکومت د اصلاحاتو په برخه کې خپله طرحه کنفرانس ته وړاندې کوي او نړيواله ټولنه به د هغې پر بنسټ د افغانستان د راتلونکې لپاره خپلې ژمنې يوځلې بيا تازه کړي.
افغان چارواکي د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس له دې هېواد سره د نړيوالو د کړو ژمنو د بيا تازه کولو لپاره ګټور بولي.
د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د ملي وحدت د حکومت مشران به هڅه وکړي چې له دې کنفرانس څخه د نړيوالو ډېرې مرستې راجلب کړي.