لندن (پژواک ۱۴ ليندۍ ۹۳): د بريتانيا لومړي وزير د افغانستان په اړه د لندن د يوه ورځني کنفرانس په پای کې اعلان وکړ، چې هېواد يې ژمن دی، له افغانستان سره د مسووليت د لېږد په ټولو برخو کې مرسته وکړي.
ډېوېد کامرون، تېره شپه د دغې نړيوالې ناستې په پای کې، چې د څه باندې ۷۰ هېوادونو او نړيوالو بنسټونو، مدني ټولنې او د افغانستان د خصوصې برخې د استازو په شتون کې په لندن کې ترسره شوه، له ولسمشر محمد اشرف غني سره په يوه ګډه خبري ناسته کې را څرګند شو.
کامرون په افغانستان کې په کابو يوې وروستۍ لسيزه کې د ۴۵۳ بريتانيايي پوځيانو د وژلو خبره وکړه او ويې ويل، چې دغه سرتېري په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت او د بريتانيا پر وړاندې د ګواښ د ختمولو په موخه وژل شوي دي.
د بريتانيا دولت دغه لوړپوړي چارواکي اشرف غني ته په خطاب کې وويل: “موږ په امنيتي، سياسي او اقتصادي برخو کې د مسووليتونو د لېږد د برنامې په مخکې بېولو کې، ستاسو له پروګرامونو څخه په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونه وځي، ملاتړ کوو؛ له تاسو سره به وو او هر کار چې زموږ په وس کې وي، ترسره به يې کړو.”
د بريتانيا لومړي وزير زياته کړه، په داسې حال کې چې بريتانيايي ځواکونه له افغانستان څخه راستنېږي، دغه هېواد به د کابل پوځي اکاډمۍ له لارې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي.
کامرون همدارنګه وويل، هېواد يې د سياسي مسووليتونو د لېږد په برخه کې، چې له دې جملې د حساب ورکوونکو او غښتليو نهادونو په جوړولو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې، لکه د تېر په څېر له افغانستانه ملاتړ وکړي.
د هغه په وينا، په هغه صورت کې چې سم تصميمونه ونيول شي، افغانستان د کاني سرچينو په لرلو، کولی شی روښانه راتلونکې ولري او بريتانيا ژمنه ده، چې له خپلو مالي مرستو او تجربو څخه په استفادې له افغانستان سره د سوداګريزو او اقتصادي همکاريو له لارې د دغه هېواد د خلکو لپاره د يوې ځلاندې راتلونکې د جوړولو په موخه همکاري وکړي.
ډېوېډ کامرون څرګنده کړه، چې د هېواد امنيت يې د نړۍ له بېلابېلو برخو، له دې ډلې افغانستان سره اړيکه لري او بريتانيا لېوالتيا لري، په خپلو هراړخيزو مرستو په افغانستان کې د وضعيت د ښه والي لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د بريتانيا له مرستو او همکاريو په مننې سره وويل، چې د لندن کنفرانس ترسره کېدل، د دغو همکاريو يوه بېلګه وه.
هغه وويل: “موږ نور نه غواړو چې نوره جګړه او نښتې دوام وکړي، د سولې ټينګښت زموږ اصلي لومړيتوب دی او موږ ژمن يو، په دې برخه کې خپلې ستونزې د سياسي خبرو له لارې هوارې کړو.”
ولسمشر يو ځل بيا د سيمې د ستونزو د حل لپاره پر سيمه ييزو اقتصادي همکاريو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې افغانستان ژمن دی، په دې برخه کې خپلو اقداماتو ته ادامه ورکړي.
اشرف غني د ملي وحدت د حکومت د مشرانو په توګه د حکومتولۍ د ښه والي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د خپل ځان او عبدالله عبدالله د ارادې په اړه خبره وکړه او زياته يې کړه، هوډ لري، له ځمکې لاندې سرچينو څخه په استفادې او د پانګونې د جلب له لارې وکولی شي له افغانستان سره د نړيوالو مرستې راکمې کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هم د لندن کنفرانس په پای کې په يوه بله جلا خبري ناسته کې راڅرګند شو او يو ځل بيا يې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د وضعيت د ښه والي په موخه د مرستو د دوام په اړه د امريکا پر ژمنتيا ټينګار وکړ.
هغه زياته کړه، سره له دې چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو له افغانستان سره د خپلو نويو مالي مرستو اعلان وکړ، خو دغه کنفرانس د مالي مرستې د جلب لپاره نه و او زياتره له افغانستان څخه د مختلفو هېوادونو پر سياسي ملاتړ متمرکز و.
کيري په افغانستان کې د حکومتولۍ د ښه والي او له فساد سره د مبارزې په برخو کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د ژمنو په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، چې د هېوادونو او نړيوالو مختلفو نهادونو استازو له افغانستان سره د خپل ملاتړ پر دوام ټينګار وکړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير په ځانګړي ډول په دې کنفرانس کې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف شتون او په افغانستان کې له نوي حکومت سره د دغه هېواد د همکارۍ او ملاتړ اعلانول، په دې برخه کې د مثبتې نښې په توګه ياد کړ.