Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې څلور وسله وال وژل شوي

جلال اباد (پژواک، ١٥  لېندۍ ٩٣): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د ايساف ځواکونو په بې پيلوټه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لېندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد بريد تېره ورځ ناوخته د دغه ولايت د اليشنګ ولسوالۍ اړوند د دومبلټۍ او د شمکټ درې په شرف الدين کلا سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې د ايساف په دغه بې پيلوټه بريد کې د صبور په نوم د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له خپلو درېيو ملګرو سره وژل شوى دى.

د ځواک په وينا، قوماندان صبور په لغمان  کې د وسله والو طالبانو له خوا د پوهنې د مسوول په توګه هم دنده ترسره کوله.

دى وايي چې په دغه بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.