کلات (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٣): د زابل د شاه جوی ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي او قومي مشران وايي چې د يادې ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو د ښوونکو معاشونه وسله وال طالبان اخلي او هغوى بيا پرې وسلې پېري.
د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي او امنيه قوماندان هم مني چې د پوهنې په رياست کې فساد شته او د ځينو ښوونځيو د ښوونکو معاشونه تر وسله والو طالبانو پورې رسېږي.
د موسی خان په نوم د شاه جوى يوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دى او داسې ښوونځي شته چې ښوونکي يې د وسله والو طالبانو له خوا مقرر شوي او کنټرول يې هم د هغوى په لاس کې دى.
نوموړي زياته کړه، داسې شواهد او معلومات لري چې د ښوونځيو پر پيسو وسله والو مخالفينو وسلې او مهمات پېرلي دي.
د شاه جوي يو بل اوسېدونکى روزي خان هم وايي چې په ياده ولسوالۍ کې د ښوونځيو په برخه کې ډېر فساد شته.
د نوموړي په وينا، د ښوونځيو پيسې مدير ته ورکول کېږي خو دا پوښتنه بيا ترې نه کېږي چې ايا ښوونځي شته، فعال دي او معلمين شته که نه.
د محمداکبر په نوم د يادې ولسوالۍ يوه بل قومي مشر پژواک ته وويل چې په شاه جوى ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې فساد شتون لري او تر اوسه يې مخه نه ده نيول شوې.
نوموړي زياته کړه چې د څلورم ټولګي زده کوونکي په واسطه د ښوونکي په توګه مقرر شوي او معاش اخلي، همدارنګه د داسې کسانو په نوم قراردادونه شوي چې هغه په دوبۍ کې دي.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني په شاه جوى ولسوالۍ کې پژواک ته وويل چې د پوهنې د بهير پيسې وسله والو طالبانو ته ځي.
نوموړي زياته کړه چې په دې اړه يې د ملي امنيت او د ولايت د مقام په ګډون دولتي ادارې په جريان کې کړي چې دلته د پوهنې پيسې راځي او بيا د وسله والو طالبانو لاس ته ورځي.
د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان چې له يو شمېر نورو وکيلانو سره يې شاه جوى ولسوالۍ ته سفر کړى و، پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې ښوونځي تړلي خو د ښوونکو په نوم معاشونه يې اخيستل کېږي.
د پورته ادعاوو په غبرګون کې د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين هم وايي چې د پوهنې په بهير کې ستونزې شته خو له مشرانو او وکيلانو يې غوښتنه وکړه چې بايد په حل کې يې ورسره مرسته وکړي.
هغه زياته کړه چې د سيمې اوسېدونکي او قومي مشران دې هغه ښوونځي ورته په نښه کړي چې تړلي دي، خو پيسې يې اخيستل کېږي.
د ده په خبره چې له دې وروسته به ټولو ولسواليو ته له قومي مشرانو سره يو ځای ځي او هلته به د پوهنې بهير له نږدې څاري.
نوموړي په دې په اړه چې پيسې وسله والو طالبانو ته ځي؟ څه ونه ويل.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن