Language

د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

اسعداباد (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٣): په کونړ ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کونړ ولايت کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا وياند جګړن هارون يوسفزي د لېندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار وختي شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودنه د ملي اردو پر هغه کاروان شوې چې له مرکزه ناړۍ ولسوالۍ ته پر لاره و.

دى وايي چې د غازي اباد ولسوالۍ د بارګام په سيمه کې د شوې چاودنې له امله د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د يوسفزي په وينا، په ياده سيمه کې له وسله والو مخالفينو سره نښته شوې او هغوى ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

وسله والو د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې چاودنه کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related Topics