Language

د ډنډ ولسوالۍ ودان روغتون د ٨٠٠ نشه يانو درملنه کړې ده

کندهار ( پژواک ١٥ ليندۍ ٩٣ ) : په کندهار کې د ودان په نوم د معتادينو د درملنې مرکز  له تېرو دوو کلونو راهيسې د ٨٠٠ معتادينو درملنه کړې ده.

د متعادينو د درملنې دغه روغتيايي مرکز د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د دې ولايت د  امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په مالي لګښت جوړ شوى دى.

له ياد شوي روغتيايي مرکز څخه نن د ليندۍ په ١٥مه هم ٥٠ تنه  روږي کسان تر درې مياشتنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ولېږل شول.

په دې اړه  په دې روغتون کې په جوړو شويو مراسمو کې د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مديريت د کشف امر دويم څارن محمد اسماعيل غوثي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د معتادينو د درملنې دغه مرکز دوه کاله وړاندې په ډنډ ولسوالۍ کې جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، د دغه روغتون ټولې مالي چارې د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق پر غاړه اخيستي، چې پر بنسټ يې په دې روغتون کې نه يواځې د  روږدو د درملنې زمينه برابره شوې، بلکې حرفوي زده کړې هم ورکول کېږي.

د ده په وينا، په دې لړ کې نن د ٥٠ تنو نورو نشه يانو درملنه هم بشپړه شوه، چې درې مياشتې مخکې د درملنې لپاره راوستل شوي وو.

دى وايي، په دې موده کې د دغو  روږدو کسانو  هم درملنه وشوه او هم ورته د غاليو اوبدلو او خياطۍ زده کړې ورکړل شوې، تر څو کار او کسب   وکړي او بيا نشو ته مخ نه کړي.

غوثي زياته کړه، چې په دې تېرو دوو کلونو کې په دغه روغتيايي مرکز کې د ٨٠٠ نشه يانو درملنه شوې او اوس هم په کې د ١١٠ تنو نشه يانو درملنه دوام لري.

نوموړي اندېښنه وښودله چې په دې ولايت کې ورځ تر بلې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زياتېږي، خو هغوى يې پر وړاندې مبارزه کوي او غواړي وګړي د نشه يي توکو له کارولو راوګرځوي.

د عبدالصمد په نوم يو ځوان چې په دې روغتون کې يې درملنه بشپړه شوې وه، خوښي وښودله چې په ډېر خراب حالت کې دغه روغتون ته د درملنې لپاره راغلى و، خو اوس بيرته خپل کور ته په داسې حال کې ستنېږي چې نشه يي توکي يې پرې ايښي او روغ شوى دى.

هغه پژواک ته وويل چې له ناسمو وګړو سره د ناستې پاستې له امله يې لومړى چرس، بيا ترياک او بيا هيروئينيو ته مخه کړه او تر دې حاله يې راورساوه چې وروسته بيا خپلو وروڼو دغه مرکز ته د درملنې لپاره راوست.

دى وايي، اوس يې د خپل هوډ له مخې له نشه يي توکو سره مخه ښه کړې او غواړي د يوه سالم انسان په توګه په ټولنه کې ژوند او کار وکړي.

که څه هم خلک خوشحاله دي چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د نشه يانو د درملنې مرکزونه ډېر شوي او تر ډېره يې وړيا درملنه کېږي، خو ستونزه دا ده چې ډېرى په نشو روږدي وګړي تر درملنې وروسته د دويم ځل لپاره هم نشو ته مخه کوي.

حاجي نظر محمد چې په دغه مرکز کې يې د خپل ځوان زوى درملنه کړې، پژواک اژانس ته وويل: ((دا دويم ځل دى چې په ودان روغتون کې مې د زوى درملنه کېږي.))

دى وايي، تر دې وړاندې يې هم خپل زوى دغه مرکز ته راوستى و او تر درې مياشتنۍ درملنې وروسته چې يې کور ته بوته، نو څه موده وروسته يې بيا نشو ته مخه کړه او مجبور شول چې دويم ځل يې بيا دغه مرکز ته د درملنې لپاره راولي.

د هغه په خبره، ستونزه دا ده چې چاپېريال خراب دى، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق له امله نشه يي توکو ته لاسرسى اسان دى، بې کاري او بې روزګاري ده، له همدې امله ډېر وګړي تر درملنې وروسته هم په نشه يي توکو اخته کېږي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې په دې برخه کې پراخې هلې ځلې وکړي، تر څو ټولنه د نشو او نشه يانو له ناورين څخه وژغورل شي.

څه موده وړاندې د کندهار والي ويلي و، چې دا مهال په دې ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر شاوخوا ١٠٠ زره ته رسېږي، چې هره ورځ تر ١٠٠ زره ډالر زيات د نشه يي توکو په  اخيستو لګوي.

Related Topics