Language

په درېيو چاودنو کې يو تن ټپي شوى

پلخمري، کندهار، جلال اباد ( پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٣ ) : په ننګرهار، بغلان او کندهار ولايتونوکې نن سهار چاودنې شوي، چې له امله يې يو تن ټپي شوى دى.

د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت د لېندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د پلخمري ښار د١٥٠ کوتي په سيمه کې د سړک پر غاړه چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، چې د چاودنې موخه د پوليسو رېنجر موټر و، خو رېنجر تېر شوى و او يواځې په دې پېښه کې يو ملکي وګړى چې پر بايسکل سپور و، سطحي ټپي شوى دى.

په تېرو درېيو اوونيو کې په همدې سړک دا څلورم ماين اېښودنه ده، چې د پوليسو په وينا، درې نور يې کشف او شڼد کړي دي.

د سيمې يوتن اوسېدونکى احمد جان وايي، چې ماين د يوه کور پر غاړه او د امنيه قوماندانۍ او ولايت مقام په سل مترۍ کې ځاى پر ځاى شوى و.

دده په خبره، که د ماين د چاودنې په وخت کې د خلکو ګڼه ګوڼه واى، نو ډېره مرګ ژوبله به رامنځته شوې واى.

د يوه بل خبر له مخې، نن سهار په شاوخوا اتو بجو د کندهار ښار ديارلسمه امنيتي حوزې اړونده سيمه کې چاودنه شوې ده.

د ولايت وياند صميم خپلواک پژواک اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى او له  پخوانۍ قول اردو سره نږدې د سړک پر غاړه درول شوى و، چې د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړاى شو.

خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چاودنه د امنيه قوماندانۍ د نظارت پر امر نصيب الله شوې، خو هغه ترې روغ وتلى دى.

دغه راز نن سهار  شاوخوا اوه بجې د جلال اباد ښار د رنګ روډ په ساحه کې د ملي اردو پر کاروان چاودنه شوې ده.

عيني شاهدان وايي چې چاودنه د يوې رېکشاه په وسيله شوې، خو چاته په کې مرګ  ژوبله نه ده اوښتې او د ملي اردو کاروان له سيمې څخه تېر شوى و.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې د چاودنې هدف ملي اردو و، خو هغوى ته زيان نه دى اوښتى.

خو وسله والو طالبانو ويلي، چې دوى په رنګ روډ کې د ملي اردو کاروان په نښه کړى او ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

Related Topics