کندهار ښار ( پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٣ ) : د کندهار چارواکي وايي چې بهرنيو ځواکونو پر يوه ملکي موټر ډزې کړي او دوه کسان يې وژلي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د سپين بولدک پر لويه لاره ددامان ولسوالۍ اړونده د هوايي ډګر مخې ته رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو يو کاروان له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و، چې پر يوه ملکي موټر يې ډزې کړي او دوه کسان يې وژلي دي.
درانى وايي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک اژانس ته وويل چې دوى دغه موضوع له ايساف سره شريکه کړې ده.
د نوموړي په وينا، د ايساف ځواکونو ورته ويلي چې دوى يوه شکمن موټر ته د نږدې نه راتګ اشارې ورکړې، خو چلوونکي ددوى اشارو ته پام ونه کړ او مخکې روان و.
دى وايي چې بهرنيو ځواکونو بيا پر ياد موټر ډزې کړي او په کې ناست دوه کسان يې وژلي دي.
ايساف ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.