Language

د واده پر مراسمو بمي بريد کې څلور تنه وژل شوي او شل نور ټپيان دي

مزارشريف (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٣): په بلخ ولايت کې د واده پر مراسمو د لاسي بمونو په يوه بريد کې څلور تنه وژل شوي او تر ٢٠ نور ټپيان شوي دي.

د بلخ سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري د لېندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ماخوستن د دغه ولايت په چمتال ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ناپېژانده کسانو د واده په مراسمو کې لاسي بمونه غورځولي چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او تر ٢٠ پورې نور ژوبل دي.

دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

قادري وويل چې پوليسو د پېښې په  اړه پلټنې پيل کړې دي.

د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احمدالله چې د واده په پروګرام کې يې ګډون کړى و، پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د واده د مراسمو پر مهال د موسيقۍ پروګرام هم نيول شوى و.

هغه زياته کړه چې د شپې شاوخوا لس بجې په داسې حال کې چې لسګونه کسان د موسيقۍ پروګرام ته ناست وو، نامعلومو کسانو پرې تر اتو پورې لاسي بمونه وغورځول.

احمدالله وايي چې په دې پېښه کې څلور تنه چې ډېرى يې ځوانان دي، وژل شوي او تر ٢٠ نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics