Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ترافيکي پېښو کې يو تن مړ او ٧٢ نور ټپيان شوي

په ترافيکي پېښو کې يو تن مړ او ٧٢ نور ټپيان شوي

author avatar
7 Dec 2014 - 12:00
په ترافيکي پېښو کې يو تن مړ او ٧٢ نور ټپيان شوي
author avatar
7 Dec 2014 - 12:00

زرنج-چاريکار (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٣): په نيمروز او پروان ولايتونو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله يو تن وژل شوى او ٧٢ نور تپيان دي چې له دې ډلې د ځينو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

يوه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د خاشرود ولسوالى په پشته حسن سيمه کې د زرنج – دلارام پر لويه لاره د ٣٠٣ مسافر وړونکي موټر او مازدا ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوه.

په دلارام ولسوالۍ کې د ملي اردو د ٢١٥ قول اردو د مېشتې څلورمې لوا د عامه اړيکو مشر څارمن شېراحمد  وايي چې په دې پېښه کې د مازدا موټر چلوونکى مړ شوى او د ٣٠٣ مساپر وړونکي موټر ٤٥ مسافر ژوبل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نارينه ټپيان په دلارام کې د ملي اردو روغتون ته لېږدول شوي او ژوبل شوي ماشومان او ښځې د درملنې لپاره د زرنج روغتون ته لېږدول شوې دي.

د ملي اردو دغه چارواکي وويل چې د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى خو د ٣٠٣ موټر چلوونکى تښتېدلى او دوى يې د موندلو په لټه کې دي.

د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي هم وويل چې مسافر وړونکى موټر د احمدشاه ابدالي د ترانسپورټي شرکت اړوند دى چې مسافر يې له کندهار نه د نيمروز مرکز زرنج ښار ته لېږدول.

هغه زياته کړه چې ددغه موټر ګړندۍ تګ ددغه زړه بوږندونکې او خونړۍ ترافيکي پېښې سبب شوى دى.

بله پېښه نن سهار د پروان د مرکز اړوند په “پل مټک” سيمه کې د ترافيکې پېښې له امله ١٨ تنه ټپيان شوي دي.

د پروان د ترافيکو مدير محراب الدين پرواني پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې په ياده سيمه کې يو ٤٠٤ مسافر وړونکى موټر له سراچې موټر سره تر ټکر وروسته چپه شوى دى.

ده وويل چې په پېښه کې د ٤٠٤ موټر له سپرليو چې له کابله بلخ ته پر لاره وو، د څلورو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ١٨ تنه ټپيان شوي دي.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.