کندهار (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٣): د کندهار ښار د نهمې امنيتي ساحې په حوزه کې ځانمرګى بريد شوى چې په کې يو پوليس او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
پېښه نن مازديګر د پنځو بجو په شاوخوا کې په ياده شوې ساحه کې باباولي پټرول پمپ ته څېرمه شوې ده.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګى بريد کوونکى پر بايسکل سپور و او هغه مهال يې ځان ته چاودنه ورکړه چې د پوليسو له خوا وپېژندل شو.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د ځانمرګي د وژل کېدو تر څنګ يو پوليس او درې ماشومان ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره ميرويس روغتون ته رسول شوي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى هم وايي چې دغه پېښه نن مازديګر ناوخته هغه مهال وشوه چې پوليس په ګزمه بوخت وو.
نوموړي هم په دې پېښه کې د يو پوليس او درېيو ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د کندهار د ميرويس روغتون يوه نوکريوال ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وويل چې روغتون ته څلور تنه ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
د دې پېښې په اړه وسله والو مخالفينو تر دې مهاله څه نه دي ويلي.