مزارشريف (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٣): چارواکي وايي چې د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې پر يوې پنځه کلنې نجلۍ جنسي تېرى شوى دى.
د شولګر ولسوالۍ مرستيال ولسوال محمدابراهيم د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ په مهاجر قشلاق کلي کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې د نجلۍ پلار نن ولسوالۍ ته عريضه کړې چې يو ٢٢ کلن ځوان يې پر پنځه کلنې لور جنسي تېرى کړى دى.
دى وايي چې دوى يې عريضه د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت ته سپارلې او هغوى په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
ابراهيم وويل چې هلک تښتېدلى، خو پوليسو د هغه پلار د پوښتنو ګروېږنو لپاره نيولى دى.
نوموړي له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي او مجرم ته سخته سزا ورکړي.
په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر سيد محمد سامع پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم نن له دې پېښې خبر شوي دي.
هغه زياته کړه چې يادې ولسوالۍ ته يې پلاوى لېږلى، څو دا پېښه په هر اړخيز ډول وڅېړي.
سامع وايي چې د روان لمريز کال په اوږدو کې په شمال کې د جنسي تېري ١٢ پېښې له دوى سره ثبت شوې دي.
نوموړي د دغو پېښو لامل د ودونو خراب دودونه، انساني حقوقو ته نه درناوى ، فقر او ناپوهي په ګوته کړل.