ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال سيالۍ پرمهال چاودنې درې پوليس ټپيان کړل

د فوټبال سيالۍ پرمهال چاودنې درې پوليس ټپيان کړل

author avatar
8 Dec 2014 - 19:27
د فوټبال سيالۍ پرمهال چاودنې درې پوليس ټپيان کړل
author avatar
8 Dec 2014 - 19:27

لښکرګاه (پژواک ۱۷ ليندۍ ۹۳): د هلمند چارواکي وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې د فوټبال لوبې پرمهال د ماين په چاودنه کې درې پوليس ټپيان شوي دي.

د نادعلي سرپرست ولسوال فصيح الله، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام څه کم شپږ بجې د ولسوالۍ د مرکز په يوه لوبغالي کې د مرکزي لېسې او يارانو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ په وروستيو کې، يوه ماين ته د ريموټ په وسيله چاودنه ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې دوه سيمه ييز پوليس او يو ملي پوليس، چې د لوبې ننداره يې کوله، ټپيان شوي دي.

د ده په وينا، لوبغاړو او نورو عامو کسانو ته په دې پېښه کې زيان نه دی اوښتی.

د نادعلي د ټولنيزې شورا يوه غړي غياث الدين هم ياده چاودنه تاييد کړې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرل.

بايد وويل شي، چې د روانې ليندۍ مياشتې په دويمه، د پکتيکا په يحيی خېلو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پرمهال ځانمرګی بريد وشو، چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.